د لاسرسي ځای

تازه خبر

په پښتونخوا کې نن روژه ده، په نور پاکستان کې به سبا وي


په پښتونخوا کې نن لومړۍ روژه ده
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:43 0:00

په پښتونخوا کې نن لومړۍ روژه ده

پېښور - په پېښور کې د قاسم علي خان جومات مفتي شهاب الدین پوپلزي اعلان کړی چې د پنجشنبې یا زیارت پر ورځ په صوبې او قبایلي سیمو کې د روژې لومړۍ ده.

نوموړي د چارشنبې پر ماښام دا اعلان پر داسې مهال وکړ چې د پاکستان رویت هلال مرکزي کمېټۍ وویل، په هغه هېواد کې د چارشنبې پر ورځ په یو ځای کې هم د روژې میاشت نه ده لیدل شوې نو ځکه به د جمعې پر ورځ لومړۍ روژه وي.

پوپلزي په پېښور کې د خبري غونډې پر مهال وویل، ((د قاسم علي خان جومات د عالمانو کمېټۍ په متفقه توګه پرېکړه کړې ده چې)) پر زیارت ((یانې د جون پر ۱۸مه لومړۍ روژه ده.))

ده وویل، دوی دا پرېکړه د میاشت لیدو شهادتونو پر بنسټ کړې ده: ((۱۰ ګواهان قاسم علي خان جومات ته راغلي ول.)) ده وویل، درې ګواهان په سوړیزیو کې، څلور په باجوړ کې، درې په کانګړه، دوه په بډه بېره کې، پینځه په چارسده کې، څلور په بنو کې، یو په کواټ کې او پینځه ګواهانو په صوابۍ کې د میاشت لیدو شهادت ورکړی دی.

له مفتي پوپلزي مې پوښتنه وکړه چې ولې خپل شهادتونه د پاکستان رویت هلال مرکزي کمېټۍ ته نه وړاندې کوي؟ ده وویل، له پخوا دریځ لري چې مرکزي رویت هلال کمېټي ((د شریعت مطهره پاسداري نه کوي. د دوی له فیصلو سره شریعت مطهره پامالېږي.))

ده وویل سېنېټ ته یې هم د میاشت لیدو شرعي طریقې په لړ کې وړاندیزونه کړي دي. پوپلزي وویل، مرکزي رویت هلال کمېټي شرعي او اییني حیثیت نه لري.

خو د خیبر پښتونخوا مذهبي چارو صوبايي وزیر حاجي حبیب الرحمان د مفتي شهاب الدین پوپلزي تر اعلان وروسته خبریالانو ته وویل، ولس دې د پاکستان مرکزي رویت هلال کمېټۍ د پرېکړې درناوی وکړي او د جمعې له ورځې دې روژه شي.

خو د صوبې په بېلا بېلو ښارونو او په قبایلي سیمو کې خلک وايي، دوی په دې لړ کې د خپلو علماو خبره مني. په دوی کې ځېنو مشال راډيو ته وویل، دوی پر مرکزي رویت هلال کمېټۍ باور نه لري.

هلته د خیبر پښتونخوا په ملاکنډ او هزارې کې خلکو روژه نه ده نیولې. البته د افغانستان په ګډون په خلیجي هېوادونو، اروپا، امریکا، اسټرالیا او ګڼو نورو هېوادونو کې د پنجشنبې پر ورځ لومړۍ روژه ده.

XS
SM
MD
LG