د لاسرسي ځای

تازه خبر

ملېشې والا څوک دي چې د سکرو معاهدې کوي؟


ملېشې والا څوک دي چې د سکرو معاهدې کوي؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:02:40 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د بلوچستان په پښتني سیمه هرنایي کې د سکرو کانونو په اړه له ځینو خلکو سره د فرنټیېر کور «اېف-سي ځواک» پر شوې معاهدې ګرمې خبرې روانې دي. د بلوچستان صوبایي حکومت دغه معاهده منسوخ کړې ده،خو د حکومتي چارواکیو په خبره اېف-سي پر دې سربېره پر معاهدې کار کوي. د تړون له مخې اېف-سي ځواک به په سیمه کې د کویلې کانونو ساتنه کوي او د دغه په بدل کې به د کانونو له مالکانو ټاکل شوی ټېکس اخلي. خو د بلوچستان حکومت په خبره اېف-سي دا کار په خپل سر او غېر قانوني توګه کړی. اېف-سي ځواک بیا رسنیو ته ویليدي چې دوی په هرنایي کې د سیمې د اوسېدونکیو په غوښتنه دا معاهده کړېده. په دغه اړه د مشال راډيو خبریال د واکمن پښتونخوا ملي عوامي ګوند صوبایي صدر عثمان کاکړ سره مرکه کړېده او په سر کې یې ورڅخه پوښتلي دي چې صوبایي حکومت او پښتونخوا ملي عوامي ګوند په څه وجوهاتو د یادې معاهدې په خلاف دي؟

XS
SM
MD
LG