د لاسرسي ځای

تازه خبر

’په اورکزو کې له ترهګرۍ ځپلو کورنیو سره دې مرسته وشي‘


د مشرانو په خبره په سیمه کې د ځینو متاثره خلکو کلونه وشول چې نومونه یې درج شوي دي خو بیا هم د حکومت لخوا ورسره مرسته نه ده شوې.

په اورکزو ایجنسۍ کې ځایي مشران دغه غوښتنه کوي چې حکومت دې له هغو کورنیو سره مرسته وکړي چې خپلوان یې په مختلیفو ترهګریزو پېښو کې مړه او یا ژوبل شوي دي.

د مشرانو په خبره په سیمه کې د ځینو متاثره خلکو کلونه وشول چې نومونه یې درج شوي دي خو بیا هم د حکومت لخوا ورسره مرسته نه ده شوې.

د ملک یاسین خان په نامه د فیرزو خیلو یو ځایی مشر مشال ریډیو ته وویل، یو شمیر بې ګناه خلک داسې دې چې په بمی چاودنو او نورو ترهګریزو پېښو کې مړه او یا ژوبل شوي دي خو د هغوی له کورنیو سره د حکومت لخوا تر اوسه هېڅ مرسته نه ده شوې.

واضحه دې وي چې د پاکستان حکومت لخوا هر وژل شوي کس ته درې لاکه او زخمي هغه ته تر یو لاکو پورې روپۍ د معاوضې په توګه ورکول کیږي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د قامي اسمبلۍ غړی غازي ګلاب جمال وویل، له دوو کالو یې په دې حکومت کې همدغه کوشش وو چې د مختلیفو ترهګریزه پېښو له امله متاثره کورنیو سره مرسته وکړي.

ده وویل، زیاتره کورنیو سره مرسته شوېده او چې کومې کورنې پاتې دي نو له هغوی سره به هم ډېر ژر مرسته وشي.

واضحه دې وی چې په اورکزو کې د امنیت وضعه له ډیره وخته خرابه ده.

په سیمه کې بمي چاودنو او د ځانمرګو بریدونو له امله یو شمېر ځایي خلکو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

په قبایلي سیمه کې د وسله والو خلاف پوځي اپریشن له ۲۰۱۰ کال راهیسې روان دی.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG