د لاسرسي ځای

تازه خبر

مستونګ پېښه، د پښتنو او بلوڅانو جنګولو یو سازش؟


مستونګ پېښه، د پښتنو او بلوڅانو جنګولو یو سازش؟
تم شئ

هېڅ میډیايي سرچینه اوس نشته

0:00 0:27:30 0:00
د ډاېرېکټ لېنک

د تيري شنبې په ورځ وسله والو د بلوچستان د مستونګ په کډ کوچه سيمه کې له چمنه کراچۍ ته تلونکو بسونو څخه مساپران راکښته کړل او د شناختي کارټونو د کتلو وروسته يې يوويشت کسان يو په يوه په ډزو وويشتل. وژل شوي ټول پښتانه وو چې زياتره د پشين سیمې اوسېدونکي ول. که څه هم د پېښي سمدستي وروسته مېډيا داسې رپورټونه ورکړل چې ګواکې بلوڅ بيلتونغوښتونکي تنظيم يو نايټډ بلوڅ آرمې ددې ذمه واري قبوله کړې ده خو په تصديق سره داسې نه دي ويل شوي چې په ریښتيا هم هغو پړه پر غاړه اخستې ده او که نه؟ خو حکومت پر دغه تنظيم تور لګوي. د پېښی په غبرګون کې په کوټه کې د پاکستان وزيراعظم په مشرۍ کې ټول ګونديزه غونډه وشوه او نواز شريف وويل چې دا د بلوڅ او پښتون جنګولو يوه هڅه وه. پوښتنه داده چې په ریښتيا هم دا د پښتون بلوڅ د جنګولو يوه هڅه وه او که څنګه؟ دا او ورسره نورې پوښتني د مشال تر رڼا لاندې بحث کې څېړو. ميلمانه مو د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د اطلاعاتو مرکزي سيکرېټر رضا محمد رضا او د بلوچستان نېشنل پارټۍ (مېنګل ډلي) يو مشر ثنا بلوڅ دي، او د دې ترڅنګ د حکومت په استازيتوب په بحث کې د بلوچستان د اطلاعاتو وزير عبدالرحيم زيارتوال مرکه هم شامله ده.

XS
SM
MD
LG