د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلخ: د ملي پیوستون پروګرام اووه غړي ووژل شول


د افغانستان په شمالي ولايت بلخ کې پر یو میلمستون په وسله وال برید کې د یوې ښځې پشمول نهه کسان وژل شوي دي.

بريد نن سهار وختي د بلخ ولایت په سوهېلي ولسوالۍ زرعي کې د چېک جمهوريت د بشري مرستو د سازمان ((پيپل ان نيډ)) پر ساحوي دفتر وشو. د بلخ د امنيه کومندانۍ وياند شېر جان درانی وايي چې وژل شوي اووه کسان د ملي پېستون پروګرام غړي دي چې په دې سيمه کې د کليوال پرمختګ د پروژو څارنه کوي.

نوموړي زياته کړه چې دوه نور وژل شوي کسان د دوی ساتونکي وو. تر اوسه د دې پيښې پړه چا په غاړه نه ده اخيستې.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG