د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان : د مستونګ د پېښې پرضد کاربندیز روان دی


د وژلو شویو کسانو خپلوان
د وژلو شویو کسانو خپلوان

په بلوچستان صوبه کې نن د مستونګ د پېښې د قربانیانو له کورنیو سره د یووالي لپاره او د دغې پېښې پر ضد د کاربندیز اعلان شوی دی.

د بلوچستان وزیراعلی ‌‌‌‌‌‌ډاکټر عبدالمالک بلوڅ، ددغې صوبې د اپوزیشن مشر مولانا عبدالواسع، واکمن او د اپوزیشن ګوندونو ټولو په ګډه ددې کاربندیز ملاتړ اعلان کړی دی.

پرون په يو خبري کانفرس کې دوي وويل چې د دې کاربندیز موخه د مستونګ د پېښې د وژلو شویو له کورنیو سره یو والی ښکاره کول دي.

په دې خبري غونډه کې د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي وویل، د مستونګ د پېښې وروسته يې په سیمه کې عمليات پېل کړي، چې دده په خبره پکې شپږ وسله وال ترهګر وژلي شوي دي.

بلې خواته د یونایټډ بلوچ ارمي په نوم یوې بیلتون غوښتونکې ډلې د دې برید پړه قبوله کړې ده.

له کویټې نه د مشال راډیو خبریال په خپل راپور کې وايي چې په دې پېښه کې وژل شوي ټول مساپر خاورو ته سپارل شوي دي. په دي پيښه کې يويشت مساپر چې پښتانه وو، وژل شوي وو.

په دې وروستیو کې په ناارامه بلوچستان ایالت کې د مساپرو ، له بسونو د تښتول کیدو او د نخښه کولو پېښې زیاتې شوي دي.

د بلوچستان پر اوسني حکومت نیوکې هم کیږي چې د ولسي خلکو د ژوند د تحفظ لپاره یې لازم اقدامات نه دي کړي.

XS
SM
MD
LG