د لاسرسي ځای

تازه خبر

د سولې شورا: پاکستان دي بندي طالبان افغانستان ته وسپاري


افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف
افغان ولسمشر اشرف غني او د پاکستان وزيراعظم نواز شريف

په داسې حال کې چې دي وروستئ کې د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ غير رسمي خبرې شوي دي، د افغانستان د سولې عالي شورا غړي وايي چې که پاکستان بندي طالبان ورته وسپاري نو د سولې په مذاکراتو کې به مهم رول ولري. دا په داسې حال کې ده چې کابل او اسلام اباد د بنديانو د تبادلې کوم تړون نه لري.

د افغانستان د سولې عالي شورا وايي پاکستان کې بندي افغان طالب مشران کولی شي د سولې مذاکراتو په شروع کولو کې مهم رول ولوبوي.

د دي شوراو وياند مولوي شهزاده شاهد نن مشال ريډيو ته وويل چې د حامد کرزي په مشرۍ، د تېر افغان حکومت سره پاکستان د يو تفاهم ليک له لارې د ځينو طالب مشرانو خوشي کول منلي وو خو دا کسان يې کابل ته ونه سپارل چې له کبله يې د سولې مذاکراتو سره کومه مرسته ونه کړه.

((په تېر وخت کې شل پنځه ويشت کسان خوشي شوي وو خو هغه وخت دا شرط نه وو ټاکل شوی چې دا طالب مشران به افغان حکومت ته سپارل کيږي. دوی همداسې خوشي شول. يو يا دوه داسې کسان وو چې افغان حکومت غوښتي وو خو پاکستان هغوی پرينښودل. مشکل دا دی چې کابل او اسلام اباد د بنديانو د تبادلې کومه معاهده نه لري.))

که دغسي معاهده وشي او له مخې يې بنديان افغانستان ته وسپارل شي، نو دا کارله پاکستانه طالبان خفه کولی شي.

ځيني څيړونکي د افغانستان او پاکستان ترمنځ د بنديانو د تبادلې تړون نشتوالی لوی مشکل نه بولي. د پاکستان د پوځ پخوانی افسر، محمود شاه مشال ريډيو ته په دي اړه وويل چې که دواړه حکومتونه وغواړي د ترهګرۍ د ختمولو لپاره بغير له کوم تړونه هم يو بل سره بنديان تبادله کولی شي خو د نوموړي په خبره پاکستان کې بندي طالب مشران په جنګېدونکو طالبانو کوم خاص اغېز نه لري.

((د بنديانو د تبادلې معاهده کول کوم مشکل کار نه دی خو دا دومره اهميت نه لري. که دغسي معاهده وشي او له مخې يې بنديان افغانستان ته وسپارل شي، نو دا کار[له پاکستانه] طالبان خفه کولی هم شي. دي ته به هم ګورو چې آيا بندي طالبان د سولې په خبرو کې افغان حکومت سره کومه مرسته کولی شي؟ زما په خيال خو يې نه شي کولی.))

يو افغان چارواکي چې نه يې غوښتل نوم يې واخيستل شي، مشال ريډيو ته وويل چې لږ تر لږه ديرش مهم افغان طالبان مشران د پاکستان په جيلونو کې دي او يا هم هلته د نظارت لاندې دي. پاکستان په تېرو وختونو کې ويلي چې دوی که بنديان خوشي کوي نو دا د هغوی خوښه ده چې افغانستان ته ورځي او کنه.

د طالبانو پر جګړو نظر ساتونکی خبريال، سميع يوسفزی وايي که پاکستان طالبان افغان حکومت ته وسپاري نو دي سره به يې دلته اوسيدونکو او افغانستان کې جنګيدونکو طالبانو سره اړيکې خرابې شي.

((که پاکستان طالبانو ته ستونزې جوړې کړي نو هغوی هم ورسته مشکلات زيږولی شي. په موجوده وخت کې چې د مذاکراتو کومې اوازې دي، کيدای شي ځينې يې سمې وي خو دي سره په زمکه جنګيدونکي طالبان به د سولې د خبرو له وجې بيا له خپلو مشرانو ګيله کوي او خفګان به ښئ. نو فکر نه کوم چې طالبان دي د خبرو کولو، دومره لويې سياسي فیصلې لپاره اوس تيار وي.))

د يادونې وړ ده چې تېره مياشت د پګواش په نامه يوې غير سرکاري ادارې د افغان چارواکو او طالبانو ترمنځ په قطر کې غير رسمي مذاکرات کړي وو او هيله يې ښودلې وه چې نيزدي راتلونکې کې د دواړو خواوو ترمنځ بله داسې ناسته وشي خو افغان طالبانو پرون په خپره کړې خبرپاڼه کې افغان حکومت سره په نيزدي راروانو ورځو کې د مذاکرات کول رد کړي دي.

XS
SM
MD
LG