د لاسرسي ځای

تازه خبر

د ترهه ګرۍ ضد جګړه کې خپلمنځۍ مرستې ضروري دي: پاکستان


Pakistan -- Qazi Khalil Ullah Pakistan new foreign office spokesperson, 07May2015
Pakistan -- Qazi Khalil Ullah Pakistan new foreign office spokesperson, 07May2015

افغانستان او پاکستان دواړه له يو بل سره مختلفو څانګو کې مرستې کوي او په دې کې يوه څانګه د استخباراتو هم ده.

د زيارت ورځ ماسپښين په اسلام آباد کې د اونيزې خبري غونډې دوران د خارجه دفتر وياند خليل الله قاضي وینا وه پاکستان له ټولو ګاونډيو ملکونو سره ښه تعلقات غواړي او په دغه لړ کې خپل پوره پوره کوشش کوي.

د افغانستان او پاکستان استخباراتي ادارو ترمنځه د مرستو او مالوماتو تبادلې لړ کې د شوې مفاهمت په اړه د يو تپوس په جواب کې د نوموړي وينا وه دواړه ملکونه مختلفو څانګو کې له يو بل سره مرستې کوي چې د موجوده وخت ضرورت دی.

ښاغلي قاضي وویل، کله چې تاسو د ترهه ګرۍ مقابله کول غواړئ نو پکار ده چې له يو بل سره د استخباراتو تبادله وشي او له تېرو څو ورځو راهسې په مطبوعاتو کې داسې خبرونه راځي چې دواړو ملکونو په دغه لړ کې يو مفاهمتي ياداښت لاسليک کړی دی.

د ده په خبره دواړه ملکونه له يو بل سره مختلفو څانګو کې مرستې کوي او په دې کې يوه څانګه د استخباراتو هم ده.

د سيمه ايزو او دفاعي چارو کارپوهان د پاکستان افغانستان مرستو ته څنګه ګوري او له دې سره به د ترهه ګرۍ خلاف جنګ کې څومره ګټه وشي؟

له مشال راډيو سره په خبرو کې د دفاعي چارو کار پوه او د پاکستان پوځ پخوانی لېفټینېټ جنرل محمود علي درانی وايي، چې د مرستو مطلب د دواړو لاسونونوپړق وي ځکه چې د يو لاس نه پړق نه خېژي. که يو ملک مرستې کوي او بل نه کوي نو بيا دا کار پایدار نه دی. خو زه فکر کوم چې اوس دواړو ملکونو ته احساس شوی چې د مرستو بغير بله لار نشته او دا مرستې به نه يواځې د دواړو ملکونو بلکې ټولې منطقې په امن او ترقۍ تمامېږي.

د يادونې ده چې څو ورځې وړاندې د پاکستان وزيراعظم نواز شريف او پوځي مشر جنرل راحيل شريف د کابل سفر کړې وو او هلته یې له افغان مشروالۍ سره په مختلفو چارو خبرې کړې وې چې پکې د جلال آباد تورخم سړک جوړول هم شامل دي او په دغه منصوبه کار شورو شوی دی.

XS
SM
MD
LG