د میډیا او ځوانان خپرونې پاڼې ته ښه راغلاست.
د دې خپرونې په لومړۍ برخه کې مو په پاکستان کې د رسنیو تاریخ او ودې موضوع څېړلې ده.
په خپرونه کې به واورئ چې پاکستان مېشته پښتانه ځوانان څه ډول رسنۍ کاروي او په رسنیزو خپرونو یا موادو کې په څه کې زیاته دلچسپي لري.
مېډیا او ځوانان خپرونه پر پښتنو ځوانانو د پاکستانیو رسنیو اغېز څېړي او له پوهانو سره خبرې کوي.
خپرونه د غږ (ږغ) په ځای کې اورېدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.