د لاسرسي ځای

تازه خبر

په خوست کې د تڼیو د سیګی پل جوړ شو


نن د چهارشنبې په ورځ په خوست کې د سیګۍ لوی پل چې خوست ښار د تڼیو ولسوالۍ سره نښلوي او ۱۴۰ متره اوږدوالۍ او اته متره پلنوالۍ لري د نړیوال بانک له خوا د نږدې ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

نن د چهارشنبې په ورځ په خوست کې د سیګۍ لوی پل چې خوست ښار د تڼیو ولسوالۍ سره نښلوي او ۱۴۰ متره اوږدوالۍ او اته متره پلنوالۍ لري د نړیوال بانک له خوا د نږدې ۵۹ میلیونه افغانیو په لګښت جوړ او ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په خوست کې د شمل اوږد خوړ د کال په ټولو وختونو په ځانګړي ډول باراني موسمونو کې ډېرې اوبه لري او له امله به يې خلک د سیلاوونو د راوتلو پر مهال د ګڼو ستونزو سره مخامخ کېدل.

هرکله به چې بارانونه او توفانونه وو، نو د دې پراخې سیمې اوسیدونکي به په ساعتونو، ساعتونو منتطر ول، تر څو دوی ته د پورې کېدو زمینه برابره شي، په دې خوړ باندې په دې وروستیو کې سیمه والو د خپلو محلي امکاناتو نه په استفادې ساده غوندې پلونه تړلي ول، چې یو سپک او وړوکی ګاډی به پرې په ډېرې سختۍ تېریده او د پلونکو مالکانو ته به يې پیسې ورکولې.

خو د دې ستر خوړ په سر د اساسي پل په جوړیدو سره اوس د دې خلکو ستونزې څه نا څه هوارې شوې.

خوست مرستیال والي عبدالواحد پټان د سیګۍ پل د پرانیستې په مراسمو کې مشال راډیو ته د پل د لګښتونو او نورو مشخصاتو په اړه وویل:

((د سيګۍ پُل ١٤٠متره اوږدوالۍ او ٨ متره عرض لري، چې د اته پنځوس ميليونه ،اوه لکه ،څلوروېشت زره ،څلور سوه ،شپېته افغانيو په ارزښت سره جوړ شوی، کار يې د یو کال څخه په کمه موده کې پای ته ورسیده، لګښت يې بانک جهاني ورکړی یانې تمویلونکی يې نړیوال بانک دی.))

د تڼيو ولسوالۍ قومي مشر قوماندان غفار خان تڼي په دې لاره د تلونکو کسانو پخوانی ستونزې داسې یادې کړې:

((دلته هر وخت به چې اوبه راووتې، دواړو لوریو ته په ساعتونو، ساعتونو خلک منتظر ول، د خلکو ناروغان به ډېرو مشکلو سره مخامخ ول، اوس د خلکو دا ستونزه ډېره راکمه شوه او خلک د خوشالۍ احساس کوۍ.))

د خوست د پخوانی ولایتي شورا رئیس او مدني فعال سیدکریم خان خاکسار یاد پل باارزښته وښوده او ویې ویل، چې له دې پل به نه یوازې د تڼیو ولسوالۍ اوسیدونکي بلکې د سپیرې او ګربزو ولسوالۍ اوسیدونکي هم ګټه پورته کړي.

قومي مشر حاجي رسول محمدخان وویل، چې دا پل نه یوازې سوداګریزو فعالیتونو کې د اهمیت لرونکی دی، بلکې د شمالي وزیرستان څخه راغلي کډوال هم له دې سړک او پل څخه په تګ او راتګ کې ډېره ګټه اخلي.

بلخوا د خوست د ټولګټور چارو رئیس مامورشاه وویل، چې په دې وروستیو کې د خوست په بیلابیلو سیمو کې د څلورو پلونو کارونه بشپړ شوي، په دوو لویو پلونو کار روان دی او دوه نور ورته پلونه هم په راتلونکې لمریز کال کې په پام کې دي.

د یادونې وړ ده په خوست کې په ټولیزه توګه د خوړونو په امتداد کې د پلونو نه شتون یوه پخوانۍ او اساسي ستونزه ده، چې خلکو په تېره یوه لسیزه کې يې اړتیا په بیلابیلو ډولونو چارواکو ته مخې ته کړې، که څه هم په دې اړه په تېرو دوو کالونو کې څه نا څه کار وشو، خو لا هم ډیرې سیمې چې په امتداد کې يې خوړونه او سیلاونه دي، د تګ او راتګ له پاره پلونه نه لري.

XS
SM
MD
LG