د لاسرسي ځای

تازه خبر

کراچۍ : پر اسماعیلیه کسانو ډزې ، له څلوېښتو زیات وژل شوي


فایل فوټو
فایل فوټو

د چارشنبې په سهار د سند په کراچۍ ښار کې پر موټر سایکل سپرو وسله والو د اسماعیلیه فرقې پر کسانو چې په یوه بس کې سپاره وو ، ډزې کړي دي چې په پایله کې یې له څلویښتو زیات کسان وژل شوي او له شلو زیات ژوبل شوي دي. لومړني راپورونه وايي برید کونکیو پر سپرلیو د تماچو ډزې کړي دي.

په کراچۍ ښار کې د مشال راډیو خبریال ظفر کریمي د ځايي پولیسو او عیني شاهدانو سره خبرې او هغوی ورته ویلي چې برید کونکي بس ته ننوتلي او له دننه څخه یې پر سپرلیو ډزې کړې دي. په وژلو شویو او ژوبلو کسانو کې میرمنې او ماشومان هم شامل دي.

راپورونه وايي په بس کې له شپیتو زیات کسان سپاره وو او دوی د کراچۍ ښار د یوې څنډې نه بلې ته د زیارت لپاره روان وو چې تر برید لاندې راغلل.

تر دې ګړۍ چا د پېښې پړه قبوله کړې نه ده او پولیس هم وايي چې د پېښې پلټنې یې پيل کړي دي.

په پاکستان کې پر اسماعیلیه او احمدي فرقو تر دې وړاندې هم دا ډول بریدونه ترسره شوي دي.

XS
SM
MD
LG