د لاسرسي ځای

تازه خبر

نواز شریف کابل ته ځي


په دغه سفرکې د ښاغلي شریف سره د ملي امنیت او په بهرنیو چاروکې د ده سلاکار سرتاج عزیز او لوی درستیز راحیل شریف په ګډون یو شمېر نور دولتي چارواکي هم شامل دي.

د پاکستان وزیر اعظم نوازشریف د افغان حکومت په بلنه سبا د سېشنبې ورځ کابل ته ځي.

د افغانستان اجراییه ریاست وايي چې افغان چارواکي به د پاکستان له وزیر اعظم سره د سولې د تېنګښت او دوه اړخیزو اړیکو په اړه خبرې وکړي.

د اجرایه ریاست ویاند مرستیال جاوید فیصل د دوشنبې پر ورځ ازادۍ راډیو ته وویل، افغان حکومت هڅه کوي چې لومړی د دواړو هېوادونو ترمنځ د باورفضا رامنځته شي:

((پاکستان یوله هغو هېوادونو دی چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کولای شي، افغان حکومت هم هڅه کوي چې تر هر څه مخکې د اعتماد فضا رامنځته شي، چې دواړه هېوادونه له یو بل سره ګډ کار وکړي او د اړیکو ښه والي او د سولې د خبرو، د کډوالو په چارو او په سوداګریزو اړیکو کې ښه والی راشي.))

په کابل کې د پاکستان سفارت له خوا په دې اړه په یوه خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي چې ښاغلی شریف به په دغه سفرکې د ولسمشرمحمد اشرف غني او اجراییه ریس عبدلله عبدالله سره وګوري.

په دغه سفرکې د ښاغلي شریف سره د ملي امنیت او په بهرنیو چاروکې د ده سلاکار سرتاج عزیز او لوی درستیز راحیل شریف په ګډون یو شمېر نور دولتي چارواکي هم شامل دي.

د یو سوله ییز ګاونډي لپاره هڅې د پاکستان د وزیر اعظم د سفر له مهمو هدفونو شمېرل کېږي.

په خبرپاڼه کې راغلي چې اوس مهال د افغانستان پاکستان اړیکې په یو بې ساري ډول ښه شوي دي او دغه سفر کولای شي چې یو مثبت لوري ته د اړیکو په پیاوړي کولو کې مرسته وکړي او په سیمه کې د سولې او لا ثبات لامل وګرځي.

دا سفرپه داسې حال کې کېږي چې تېره اونۍ د پاکستان پخوانی ولسمشر او د پیپلز ګوند مشراصف علي زرداري هم کابل ته تللی و.

XS
SM
MD
LG