د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوست: د نویو والیانو په ګمارنه کې ځنډ حالات کړکیچن کړي


د نویو والیانو په ګمارنه کې ځنډ په حکومتي ادارو کې انارشي او بې انظباطي هم ډېره کړې ده.

په خوست کې یو شمېر سیاسي شنونکي او مدني فعالان وايي، چې د افغانستان په ډیریو ولایتونو کې د والیانو نه شتون د هېواد په کچه د ناامنیو د ډېریدو او د حالاتو د کړکیچن کیدو لامل شوي دي.

دوی زیاتوي، چې د نویو والیانو په ګمارنه کې ځنډ په حکومتي ادارو کې انارشي او بې انظباطي هم ډېره کړې ده.

نن د دوشنبې په ورځ په خوست کې د ولسواکو قوتونو د همکارۍ شورا مشر سخي جان سرحدي مشال راډیو ته وویل، چې د افغانستان خلک دې سترګې په لاره دي، چې پاتو ولایتونو ته ښه والیان وټاکل شي تر څو ورسره اوسنۍ کړکیچن حالت څه نا څه ښه شي:

((وضعیت داسې شوی، چې د والیانو د نه شتون له کبله حالات کړکیچن شوي، موږ چې څومره اورو د افغانستان خلک ټول دې سترګې په لاره دي، چې د افغانستان په ټولو ولایاتو کې ښه کدرونه او ښه والیان مقرر شي، تر څو چې دا وضعیت ورسره تغیر وکړي.))

د ملي احساس ورځپاڼې مسوول مدیر سپین روان نورزی وايي، چې د ملي وحدت حکومت مشرانو سره له ډېره انتظاره بیا هم د هغو څو نویو والیانو په ټاکنه کې هم پوره دقت نه دی کړی:

((په هېواد کې د سیاسي یا لوړو پستونو تشې ډېرې ناامنۍ رامنځته کړلې، خلک يې په انديښنه کې واچول، موږ داسې وینو چې د والیانو په ټاکنه کې سره د دومره انتظاره ډېر دقت نه کیږي، ځکه تېره ورځ پکتیکا ته نوی ټاکل شوی والي تبدیل شو.))

لیکوال او ژورنالېست زاهدشاه انګار هم وايي، چې ولسمشر محمداشرف غني باید د والیانو په ټاکنه کې له ډېره دقته کار واخلي.

دی د پکتیکا د والي مثال وړاندې کوي، چې څو میاشتې مخکې د والي په صفت وټاکل شو او اوس بیرته له دندې ګوښه شو.

په همدې توګه سیاسي شنونکی یوسف انتظار د والیانو په ټاکنه کې د ځنډ د نورو اغېزو تر څنګ په حکومتي ادارو کې د بې انظباطی او انارشی د منځته راتګ خبره کوي.

ده په ځانګړي ډول په خوست کې د والي د نه شتون له کبله د یو شمېر مهمو ستونزو د راټوکیدو یادونه هم وکړه او هیله څرګندوي، چې افغان حکومت به داسې کس په خوست کې د نوي والي په توګه وګماري، چې قانون پلی کړي، عدالت تامین کړي، وسلوالو سره سوله وکړي او یايې په مقابل کې غښتلي جګړه ییز اقدامات ترسره کړي:

((زما په اند په اوسنۍ زماني مقطع کې خوست په ډېر مهم او حساس پړاو کې واقع دی، دلته امنیتي حالات مخ پر خرابیدو روان دي، همدارنګه په ادارو کې انارشي او بې انظباطي رامنځته شوې ده، موږ امیدواره یو چې د دې حالت د خاتمې له پاره افغان دولت لاس په کار شي، په خوست کې داسې مشرتابه وټاکل شي، چې وکولای شي اساسي قانون تطبیق کړي، عدالت تامین کړي، د مخالفینو سره د سولې خبرې او که هغه نه وي، نو پر وړاندې يې غښتلي جګړه ییز اقدامات ترسره کړي.))

مدني فعال محمدولي شاه عمرزی وايي، چې د ملي یووالي حکومت مشرتابه باید داسې وړ او نوي کسان د والیانو په توګه وګماري، چې د خلکو له منځه راپورته شوي وي او د خلکو له پاره کار وکړي:

((لکه وضعیت چې نوی کیږي، کدرونه هم باید نوي شي، ازمایل شوي کدرونه چې نتیجه يې نه وي ورکړي، هغوی د صحنې وتلي نه، بلکې د دوی د تجاربو نه په استفادې باید کار وشي، لکه څرنګه چې خلک د ملي وحدت له حکومت نه توقوع لري، باید داسې خلک رامنځته شي، چې د خلکو په منځ کې وي، د خلکو له منځه راپورته شوي وي او د خلکو له پاره کار وکړي، نه داسې چې د تړلو دروازو تر شاه حکومت کوي.))

د یادونې وړ ده، د ۲۰۱۴ کال د سپټمبر په ۲۹ مه یا د ۱۳۹۳ لمریز کال د تلې په ۷ مه نیټه په افغانستان کې محمد اشرف غني د نوي ولسمشر او ډاکټر عبدالله عبدالله د حکومت د اجرائیه رئیس په توګه لوړه وکړه، که څه هم له هغه نیټې خواوشا اونیمې میاشتې تیریږي، خو لا هم د حکومت د دفاع وزیر او د ډیریو ولایتونو د والیانو څوکی تشې دي.

XS
SM
MD
LG