د لاسرسي ځای

تازه خبر

'د پاکستان پوځ خلاف د الطاف حسېن بیان له کرکې ډک دی'


د ای اېس پي ار مشر مېجر جنرال عاصم باجوه
د ای اېس پي ار مشر مېجر جنرال عاصم باجوه

الطاف حسېن دا هم ويلي چې په اېم کيواېم له "را" سره د اړيکو تور پورې کول کيږي خو پاکستان پوځ په خپله ولې په ۱۹۷۱م کې د هند د پوځ په وړاندې وسله ایښې وه.

د پاکستان پوځ د متحده قامي موومنټ مشر الطاف حسین وروستۍ څرګندونې غندلې دي او ویلي یې دي چې په دې لړ کې به قانوني اقدام کوي. نن سهار وختي د ای اېس پي ار مشر مېجر جنرال عاصم باجوه پر ټولنیزې ووبپاڼې ټوېټر په خپل بیان کې وویل، د پوځ مشرتابه په اړه د الطاف حسین بیان ((له کرکې ډک او غیر ضروري)) دی. ده وویل، د رسنیو په ذریعه د دې بیانونو موخه د دولت پر ضد د ولس پارولو مانا لري چې پر ضد به یې قانوني اقدام کېږي.

بېګا ناوخته د اېم کیو اېم مشر الطاف حسین په ټیليوېژني وینا کې پوښتنه وکړه چې پوځ په خپلو لیکو کې پټ مجرمان ولې نه نیسي؟ ده وویل، ای اېس ای، پوځ او بیوروکراټان د مهاجرو د قربانیانو له وجې له مزو ډک ژوند تېروي. نوموړي ويلي دي ولې په پوځ کې جرائيم پېشه نشته؟

ده زیاته کړه: "زه پوځ ته وايم چې ولې په صفونو کې يې جرائم پېشه نشته ؟ ستاسو ريټایرډ خلکو بېنکونه نه دي لوټلي؟ او ولې په کامره بېس، جي اېچ کيو، د ای اېس ای په دفتر او پوځي تنصياتو حملو کې مقامي پوځ شامل نه و؟"

الطاف حسېن دا هم ويلي چې په اېم کيواېم له "را" سره د اړيکو تور پورې کول کيږي خو پاکستان پوځ په خپله ولې په ۱۹۷۱م کې د هند د پوځ په وړاندې وسله ایښې وه. نوموړي وویل چې ولې له مهاجرو سره دښمني ساتل کېږي.

الطاف حسین دا خبرې د کراچۍ یوه لوړ پوړي پولیس افسر راو انور خبري غونډې په غبرګون کې وکړې. انور وویل،څو ورځې مخکې نیول شوي دوه مشکوکه وسله وال د اېم کیو اېم غړي دي چې د هند استخباراتي ادارې (را) روزلي دي، او پر اېم کيواېم یې د بنديز لگولو هم ويلي ول. تر دې خبري غونډې وروسته د سېند حکومت راو انور له دندې لیرې کړ.

XS
SM
MD
LG