د لاسرسي ځای

تازه خبر

د کورمې تښتول شوي مشران دې راخوشې کړل شي


د کورمې ځایي مشران وایي که تښتول شوی کسان زر تر زره راخلاص نه کړل شول نو دوی به په لویه کچه احتجاج شروع کړي.

په کورمه کې د مسوزو سیمې مشران د حکومته غوښتنه کوي چې په پېښور کې تښتول شوي د سیمې مشران دې زر تر زره راخوشې کړي. کنه نو په لویه کچه احتجاج شروع کړي.

دوی زیاتوي چې د سیمې اووه مشران د اپرېل میاشتې پر اوویشتمه نېټه تښتول شوي دي چې لاهم نه دي راخوشې شوي.

ملک ګل حکیم جان په نامه یوه ځايي مشر مشال راډیو ته وویل، له دې علاوه د کورمې اووه کسان نور هم دي چې هغه هم له سیمې مشرانو سره تښتول شوي دي.

د ده په خبره، په تښتول شوو مشرانو کې ملک میر اکبر جان، ملک حاجی کمال خان، ملک جمال خان، ملک ذبیر خان، ملک خیال شاه، ملک دلبر جان او ملک سعود خان نومونه شامل دی.

ملک حاجی فضل مولا مسوزي په نامه یو بل مشر مشال راډیو ته وویل، د کورمې دغه مشران د فاټا سیکريټرېټ په بلنه پېښور ته تللی ول چې په بډه بیره کې بې درکه شول.

د ده په خبره، دا کسان د ملک سعود خان په کور کې مېشت ول چې د سېشنبې په شپه ورباندې نامالومه کسان راغلل او د ټوپک په زور يې له ځان سره بوتلل.

حاجي ارباب خان چې د ملک سعود خان ورور دی مشال راډیو ته وویل، د پولیسو او ایف سي ځواک په جامو کې راغلي نامالومه کسانو د دوی له کوره څوارلس کسان اوچت کړل او له ځان سره يې بوتلل.

ده وویل، تراوسه نه ده جوته چې دا کسان د تاوان لپاره تښتول شوي دي او که نه د دوی ورکېدل کومه بله وجه لري.

ده دا هم وویل، له دغې پېښې وروسته دوی بډې بېرې تاڼې ته ورغلل خو هلته ورته پولیسو ایف ای ار درج نه کړ.

د بډه بیرې سیمې د پولیسو یو مشر ډی ایس پي یاسین خان مشال راډیو ته وویل، له ده سره مالومات نشته چې په سیمه کې د نامالومه کسانو لخوا څوارلس کسان تښتول شوي دي.

ده وویل، که داسې یو څه وي نو د ورکو کسانو د کورنیو غړي باید پولیسو ته په دې اړه خبر ورکړي او زیاتوي چې دوی به له هغوی سره په پوره ډول تعاون کوي.

د کورمې ځایي مشران وایي که تښتول شوی کسان زر تر زره راخلاص نه کړل شول نو دوی به په لویه کچه احتجاج شروع کړي.

واضحه دې وی چې په خېبر پښتونخوا کې د تښتونې پیښې وخت په وخت کېږي.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG