د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان د چینايي پروژو ساتنې لپاره ځانګړی ځواک ګماري


د منصوبه بندۍ او د ترقۍ وفاقي وزیر دوه ورځې مخکې ویلي ول چې په دې پروژو کارکونکي د چین ماهرینو او انجنیېرانو د حفاظت لپاره به سخت امنیتي انتظامات کېږي.

د پاکستان پوځ په ملک کې د چین او پاکستان ترمینځه شوې د مختلفو ترقیاتي منصوبو د حفاظت لپاره د یوې ځانګړی امنیتي څانګې جوړولو اعلان کړی دی.

د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګې ویاند مېجر جنرل عاصم سلیم باجوه پر خپل ټویټر کښلي چې په دې امنيتي څانګه کې د پوځ نهه ګنډکه «بټالین» او د ملکي وسله وال ځواک شپږ برخې «وینګز»شاملې وي.

د دې ډویژن مشري به د پوځ مېجر جنرل رېنک افسر کوي.

یاده دې وي د چین ولسمشر د دورې پر موقع د دواړو ملکونو ترمینځه تر پنځه څلویښت اربه ډالرو د زیات مالیت معاهدې لاسلیک شوې چې پکې زیاتې د توانایي او بنیادي ډانچې «انفراسټرکچر» په اړه دي.

د پروژو حفاظت لپاره خصوصي ډویژن په اړه د دفاعي چارو کار پوه ریټایرډ بریګیډیر سید نذیر وایي چې د پاکستان او چین ترمینځه اقتصادي راهدارې لپاره به شاه خوا اته زره چینیان پاکستان ته سفر کوي او دا د چین په اجنډه کې لومړۍ خبره وه چې په پرامنه توګه کار کولو لپاره ورته امنیت ورکړل شي.

دی وایي، پاکستان غواړې چې د چین ماهرینو ته څه نقصان ونه رسېږي ځکه چې حالات داسې دي او دا ډېره لویه منصوبه ده. له دې منصوبې به د چین او پاکستان په سټریټیجک تعلقاتو ډېر اثر پرېوځي او په دې منطقه کې داسي عناصر شته چې هغوی بیا دا وسله وال او غیر ریاستي عناصر استعمالوي چې چین ته نقصان ورسوي او دې اقتصادي راهدارې ته، نو ځکه دا امنیتي څانګې جوړې کړل شوې،

په یوه کنډک «بټالین» او د ملکي وسله وال ځواک په یوه وزر »وینګ »کې څومره اهلکاران وي؟

په دې اړه ریټایرډ بریګیډیېر سید نذیر زیاتوي،

«په یوه بټالین کې له اوونیمه تر اتو سوو پورې اهلکاران وي او د ملکي وسله وال ځواک په وینګ کې شاه خوا شپږ سوه اهکاران وي. نو دا چې ټول یو ځای کړي نو افرادي قوت سره دا له یو ډویژن پوځه زیات جوړېږي. او له دې معلومېږي چې که دوی یو یو کمپني ورکوي نو کم از کم پنځوس یا شپیته ځایونو کې دوی د حفاظت مستقرونه جوړولی شي»

واضحه دې وي د منصوبه بندۍ او د ترقۍ وفاقي وزیر دوه ورځې مخکې ویلي ول چې په دې پروژو کارکونکي د چین ماهرینو او انجنیېرانو د حفاظت لپاره به سخت امنیتي انتظامات کېږي.

XS
SM
MD
LG