د لاسرسي ځای

تازه خبر

د بلېک واټر چارواکي د عراقیو په وژلو کې سزا شو


د بلېک واټر سزا شوي چارواکي
د بلېک واټر سزا شوي چارواکي

د امریکا یو وفاقي عدالت د بلیک واټر پخواني امنیتي ساتونکي په ۲۰۰۷ م کال کې په عراق کې د عامو وګړو په وژنه مجرمان ګرځوولي او هغوی ته یې اوږدې سزاګانې اورولې دي.

د امریکا یو وفاقي عدالت د بلیک واټر پخواني امنیتي ساتونکي په ۲۰۰۷ مکال کې په عراق کې د عامو وګړو په وژنه مجرمان ګرځوولي او هغوی ته یې اوږدې سزاګانېاورولې دي.

ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس په یو یو رپوټ کې لیکي چې وکیلانو د بلیک واټر د پخوانيو امنیتي ساتونکو په دفاع کې عدالت ته خواست کړی دی.

دا له هغه وروسته شوي دي چې د امریکا د یو عدالت جج رویسي لمبارت د بلیک واټر پخواني ساتونکی نیکولس سلیټن ته د عمر بند سزا او درې نور په دېرش کلن بند محکوم کړل.

پر دې کسانو تور دی چې په عراق کې يي څوارلس عادي وګړي په ډزو ویشتي او وژلي وو او نور ۱۷ يي ټپیان کړي وو.

سلیټن د تیر اکتوبر په میاشت کې د عادي وګړو په وژنه کې د عدالت له خوا مجرم ګرځول شوی وو. درې نور امنیتي ساتونکي پال سلوغ ، ایوان لیبرټي او ډسټن هرډ ته د انسانانو د وژنې په جرم کې د دیرشو کالو سزا اورول شوې وه.

خبري اژانس لیکي چې تر دې پیښه وروسته د عراق او امریکا اړیکې ترینګلې شوې وې او په نړیواله کچه د جنګ میدان ته د شخصي امنیتي ساتونکي پر لیږلو ډیر شور را پورته شوی وو.

اژانس لیکي چې جج لمبارت ټوله ورځ دغه مقدمه واوریده او بیا يي سزا واوروله. د دفاع وکیلانو عدالت ته خواست وکړ چې له مجرمانو سره دې د نرمۍ سلوک اوشي او د خپلو موکلانو د ښه کردار ثابتولو لپاره يي ګواهان هم وړاندې کړل.

خو سرکاري وکیلانو دلیل وړاندې کړ چې اورول شوې سزا د قانون مطابق ترټولو کمه ده او باید دا نوره هم سخته کړل شي. عدالت د دفاعي وکیلانو خواست رد کړی دی.

ایسوسي ایټیډ پریس خبري اژانس زیاتوي چې درې واړو مجرمانو ته بېړۍاچول شوې وې او د زندان کالي يي په غاړه وو او پر خپله بېګناهۍ یې ټینګار کاوی خو جج وویل چې د عدالت له پرېکړې سره متفق دی.

نوموړي د انصاف د څانګې او ایف بي ايي ستاینه وکړه چې په عراق کې د عادي وګړو د وژنې په اړه يي پلټنې وکړې او نړۍ ته يي رښتیا څرګند کړل.

XS
SM
MD
LG