د لاسرسي ځای

تازه خبر

خیبر پښتونخوا : یو نیم میلیونه ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کیږي


فایل فوټو
فایل فوټو

د ګل ( دوشنبې ) په ورځ د خیبر پښتونخوا د پنځو کلونو څخه کم عمرو ماشومانو ته د پولیوپرضد د څاڅکو د ورکولو لړۍ پیل شوې چې په ترڅ کې به یې یو نیم میلون ماشومانو ته دغه څاڅکي ورکول کیږي.

په پېښور کې چارواکو مشال راډیو ته وویل چې د پولیوضد واکسینو دا لړۍ به درې ورځې دوام کوي او په سختو امنیتي اقداماتو کې به په ۲۷۹ یونین کونسلونو کې د واکسینو ډلې کور په کور واکسین تطبیقوي.

دپولیو د مخنیوي د ادارې یو چارواکي سعودخان نن په پېښور کې مشال راډیو ته وویل چې د پولیو څلور زره ډلې ټاکل شوي چې کور په کور او په لارو کې به ګرځي او ماشومانو ته به ددې ناروغۍ ضد څاڅکي ورکوي.

سعود خان زیاته کړه چې سوات ، بونیر ، صوابۍ او لکی مروت کې تیر کمپان ښه نه و نو هلته کمپاین ځنډولی شویدی او مانسهره ضلع کې هم تیره میاشت په څاڅکو ورکونکیو د وسله والو بربد لوجې کمپائن ځنډولی شویدی او نورو کومو ضلعو کې چې کمپائن روان دی هلته ټینګ امنیتی ګامونه پورته کړی شوي دي.

بلخوا په مانسهرې ضلعې کې د پولیو څاڅکو ورکونکې د ډلې یوه مشره ریحانه وايي تیره میاشت د واکسینو په ډلې شوي برید جینکۍ ویرولي او حکومت له پکار دي چې دا وارې د امنیت لپاره کوټلي ګامونه پورته کړي.

د پاکستان د سرکاري شمیرو ترمخه روان کال تر دې مهاله د پولیو شپږ نوي کیسونه مخې ته راغلي دي. همدارنګه شپیته زره کورنۍ دې ته اماده نه وې چې خپلو ماشومانو ته د پولیو څاڅکي ورکړي، خو د حکومتي هلو ځلو او قانوني فشار له وجې دا شمیره لسو زرو ته ټیټه شوېده.

XS
SM
MD
LG