د لاسرسي ځای

تازه خبر

چین له ګوادره تر کاشغره ګام په ګام پروژې پیلوي


بلوچستان کې د ګوادر بندر
بلوچستان کې د ګوادر بندر

د جنوبي ايشيا په چارو کې يوې څيړنيزي ادارې، د چين او پاکستان ترمینځ د اقتصادي لارې تر عنوان لاندي يوه څيړنه خپره کړې چې پکې راغلي: د دغې پروژي مقصد د چين کاشغر او د پاکستان ساحلي علاقي ګودار ترمينځ رابطه جوړول دي.

په دې پروژه کې د اورګاډي لاره، روډونه جوړول، تيل او ګيس پايپ لاين غزول شامل دي.

دا پروژه به د تجارت نوې لاري پرانیزي . د دي ترڅنګ، دا پروژه د پاکستان د توانايۍ په بحران قابو موندلو کې هم ګټوره ثابتېدی شي. د پاکستان قامي اسمبلۍ او سينټ د دې مهمې پروژې منظوري هم ورکړې ده.

په څيړنه کې ويل شوي، چې د کاشغرـ ګوادر اقتصادي لارې پروژه له لسيزو راهېسې وه، خو په ۲۰۱۳ کال کې یې هغه مهال نور مهم حثيت خپل کړو، چې کله چين ته د ګوادر بندرګا چارې وسپارل شوې. له دې وروسته د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د ۲۰۱۴کال په نومبر مياشت کې د چين سفر وکړ، او له دغه هيواد سره يې د اقتصادي لارې پشمول نورې معاهدي هم لاسليک کړې.

په څيړنه کې د ګوادر اقتصادي لارې په اړه تفصيل ورکړل شوی دی، دا پروژه د موجودو نورو پروژو يوه مجموعه ده. په دي کې د ګوادر بندګا د پراخولو، د مشرق او مغرب ايکسپريس په نامه روډ او د ګوادر هوايي ډګر پروژې شاملې دي. د چين سرمايه کارۍ نه تمه څرګنديږي، چې د دې پروژو په مرسته به تر ۲۰۲۱م کال پوري شپاړس زره ميګا واټه بجلي جوړيږي.

څيړنيز رپورټ وايي، تر دي وړاندي په ۱۹۶۰مه لسيزه کې چين کراکرم هايي وی جوړه کړي وه، چې د دواړو هيوادونو ترمينځ د امنيتي اړيکو اړخونه هم لري.

د چين په مرسته د جوړ شوي، ګوادر بندرګا چارې هم دغه هيواد ته د سپارلو په اړه په ځانګړي توګه په هند کې اندښني راپورته شوي، چې کيدي شي چين ګوادر بندګا د خپلو بحري ځواکونه په توګه وکاروي. پاکستان ته په پوځي مرستو کې د چين مهم کردار دی، او د دې سربيره دوه جوهري بټۍ يې جوړې کړي، او په دوو نورو کار روان دی.

په څيړنه کې راغلي، چې د پاکستان او چين ترمينځ مثالي اړيکي دي، دغه دواړو هيوادونو په ۲۰۰۶م کې د ازاد تجارت تړون لاسليک کړی و، تر ۲۰۰۹م کال پوري چين، پاکستان ته د مالونونو ورکولو لوی هيواد جوړ شو.

خو په څيړنه کې د کاشغر ــ ګودار لارې په اړه د راپورته شويو، لانجو په اړه هم خبري شوي، چې په پاکستان کې د نورو پروژو پشان په دي کې هم ډير سازشي نظريي رامنځ ته شوي دي. داسي رپورټونه ورکړل شوي وو، چې د پاکستان حکومت دغه مجوزه لاره بدله کړې ده، او غواړي چې دغه پروژه د پنجاب او سند صوبو څخه تيره کړي. که څه هم وزيرانو په دي اړه وضاختونه وړاندي کړي، خو حکومت غواړي چې زر تر زره په پروژي کار شوروع کړي، او په دي کې امنيت تر ټولو لويه ستونزه بلل کيږي.

په څيړنيز رپورټ کې راغلي، چې په خيبر پښتونخوا او بلوچستان کې امنيتي وضع خرابه ده، نو دغه لاره پنجاب او سند صوبو ته واړوي. په دي نوي مجوزه لاره خيبر پښتونخوا او بلوچستان خپلي اندښني څرګندې کړي.

په رپورټ کې دا هم ويل شوي، که چري اقتصادي لاره کې بدلون راوستل شو، نو دي سره به محرومه پاتي سيمي نورو محروميانو سره مخ شي، او په دغو سيمو کې اوسيدونکې به اقتصادي ودي نه بې برخې پاتي شي. د دي ترڅنګ اقتصادي موقع نشوالي به په ځوانانو کې دا رجحان هم زيات کړي، چې په وسلوالو ډلو ورګډ شي، او د دي ثبوتونه په بلوچستان کې ډير ښکاره دي.

XS
SM
MD
LG