د لاسرسي ځای

تازه خبر

قبایل او پښتونخوا: له ۵۰ ٪ زیات ماشومان د غذاییت کموالي ښکار دي


پېښور - د اپرېل اوومه د روغتیا نړیوالې ورځ په نوم لمانځل کېږي. سږکال د دې ورځې د لمانځلو موخه د محفوظو خوړو خلکو استعمال عامول دي. په دې لړ کې د نهې یا سې شنبې پر ورځ د پېښور په لیډي ریډنګ روغتون کې د یوې غونډې پر مهال ډاکترانو د خوړو پاکوالي او د ماشومانو د خوړو پر اجزاو خبرې وکړې.

دوی وویل، په پاکستان کې په خوړو کې د امېزش یا ملاوټ له کبله د نس سرطان په زیاتېدو دی. د ډاکترانو په خبره، په قبایلي سیمو کې ۵۳ فیصده او په خیبر پښتونخوا کې ۵۰ فیصده ماشومان د خوړو له کموالي سره مخامخ دي.

تر غونډې وروسته د ملګرو ملتونو ماشومانو ادارې یونیسیف یوه چارواکي ډاکتر جمیل مشال راډيو ته وویل، په نړۍ کې تر ټولو زیات ماشومان د خوراکي شیانو کموالي له کبله مري او په قبایلي سیمو کې هم له ۵۰ فیصده زیات ماشومان په خوړو کې د متوازنو او سمو اجزاو له کموالي سره مخامخ دي: ((په ټوله نړۍ کې په مړونکو ماشومانو کې له ۵۰ فیصده زیات، او په قبایلي سیمو کې ۵۳ فیصده د غذا کموالي له کبله مري.))

ده زیاته کړه چې د ماشومانو نسونو یا ګېډو ډکولو پر ځای هغوی ته داسې خواړه ورکړو چې پکې غذاییت زیات وي.

په لیډي ریډنګ روغتون کې د معدې او نس ناروغیو څانګې مشر پوهاند ډاکتر عامر غفور مشال راډيو ته وویل، په پاکستان کې په خوړو کې د غیر صحي شیانو امېزش یا ملاوټ له کبله د نس سرطان پېښې په زیاتېدو دي.

ده وویل، د معدې سرطان یا کینسر زیاتره د ۶۰ کلونو یا تر دې زیات عمر کې کېږي خو په پاکستان کې په ۲۵ کلنو یا ۳۰ کلنو کسانو کې هم دا ناروغي پیدا کېږي: ((زه په دې وروستیو کې ایران ته تللی وم، امریکا او د نړۍ نورو هېوادونو ته هم تللی یم خو په دومره کم عمر کې د معدې کینسر کېدل عادي خبره نه ده. د دې وجه دا ده چې زموږ خلک چې خواړه کوي هغه پاک نه وي، پکې مصنوعي شیان زیات وي. ځای په ځای خلک د کوکاکولا او پیپسي په څېر شیان جوړوي چې پکې تېزاب وي، کیمیاوي شیان وي پکې او رنګونه پکې اچول شوي وي.))

ډاکتر غفور زیاته کړه چې دا شیان چې معدې ته لاړ شي نو د معدې استر یا دننه پوستکی ژوبلوي. وروسته دا زخم زیاتېږي او د سرطان لامل کېږي.

ډاکترانو وویل، که په پاکستان کې حامله ښځو او ماشومانو ته سم او متوازن خواړه ورکړل شي نو د مور و ماشوم د مړینې کچ به کم شي.

XS
SM
MD
LG