د لاسرسي ځای

تازه خبر

حکومت قبایلي ډاکټرانو ته د زیاتو سهولتونو ورکولو هوډ کړی


په بنو کې طبي عمله ماشومانو ته واکسین ورکوي
په بنو کې طبي عمله ماشومانو ته واکسین ورکوي

د پاکستان حکومت په پام کې لري چې قبایلي سیمو کې د روغتیا دمرکزونو د پرسونل د تشویقولو لپاره ډاکټرانو او نورې طبي عملې ته مراعات ورکړي.

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان په قبایلي سیمو کې د بد امنۍ او نورو ستونزو له کبله ډاکټران او نوره طبي عمله خپلې دندې سمې پرمخ نه وړي او یا هم قبایلي سیمو ته ورتګ ته زړه نه ښه کوي.

د فاټا سکټرېټ يو چارواکي او د منصوبه بندۍ افسر مستقيم خان په دې اړه مشال راډیو ته وویل چې د قبايلي سيمو لرې پرتو علاقو کې هسپتالونو او د صحت بنيادي مرکزونو کې څوک وظیفې ته نه تيارېږي نو ځکه دوی د وفاقي حکومت سره رابطه کې دي چې ډاکټرانو او نورې طبي عملې ته زيات مراعات ورکړي چې دغه رنګ د لرې پرتو سيمو اوسيدونکو ته د صحت غوره اسنتیاوې ورپه برخه شي.

د ده وېنا وه چې د پریکړې سره سم به ډاکټرانو او نورې عملې ته د معاشونو ترڅنګ نورې پیسې هم ورکول کیږی.

نوموړي زياته کړه چې په دې منصوبه کې هر هغه ډاکټر شامل دی چې دا وخت په فاټا کې کار کوي او يا هم د بل ځايه فاټا ته راتلل غواړي.

د فاټا سکټرېټ د منصوبې په اړه چې مشال راډيو د قبايلي سيمې سره تعلق لرونکي کارپوه او ليکوال عصمت وزير نه تپوس وکړو نو ده د دې ګام ستائنه وکړه خو زياته یې کړه چې د مراعاتو نه زيات اهم کار د دوی د امنیت ساتنه ده، نو ځکه ضروري ده چې په دې لړ کې دې مقامي مشران په باور کې واخیستل شي.

مستقیم خان وویل د قبایلي سیمو سره د تړاو لرونکیو ډاکټرانو فرض جوړیږي چې د خپل ولس خدمت ته دې ودانګي، ځکه چې دوی د قبایلي سیمو د ځانګړي سهم ( کوټې ) څخه په ګټې اخیستو د پاکستان میډیکل کالجونو ته رسیدلي دی.

عصمت وزير زياته کړه دې سره سره د څارنې يو موثره نظام هم پکار دی چې وګوري ډاکټران او نوره عمله خپله دنده په سمه توګه ترسره کوي او کنه ؟

د فاټا سکټرېټ په دې لړ کې د پاکستان د مرکزي حکومت نه خواوشا ۱۴۰ میلیونه روپۍ غوښتي دي.

XS
SM
MD
LG