د لاسرسي ځای

تازه خبر

فاټا کې شکایتي مرکز جوړ شوی


د قبایلي سیمو د انتظام ادارې ویاند زیاته کړه چې شکایتي مرکز کې د قبایلي سیمو داولس د شکایتونه لیکلو لړۍ پیل شوې ده.

د قبایلي سیمو انتظام ادارې فاټا سیکریټرېټ په تجرباتي بنیادونو یو شکایتي مرکز جوړ کړی دی چې په اوؤ ورځو کې دننه د ولس مسلې هوارې کړل شي.

له مشال راډیو سره په خبرو کې د قبایلي سیمو انتظام ادارې ویاند عدنان خان وویل چې دا شکایتي مرکز به څلرویشت ګنټې کار کوي او د اووو واړو ایجنسو او شپږ واړه نیمه قبایلي سیمو ولس به د ویړیا ټیليفون، ټېکس او د برېښنالیک«ايمېل« له لارې د خپل شکایتونو هوارولو لپاره رابطه کوي.

،، تر اوسه په قبایلي سیمو کې داسې څه سهولت نه ول چې د خلکو شکایت راورسي او په هغې عملدرامد وشي نو دا فیصله د دې شکایتي مرکز په اړه شوې په اجلاسونو کې وشوه، داسې یو فورم پکار دی چې هغې ته د عام ولس نیغ په نیغه رسایي وي او هغوی خپل شکایت درجولای شي. دې شکایتي مرکز ته چې هر جایز شکایت راځي نو پر هغې به یوه هفته کې دننه عملدرامد کېږي»

په خپلو خبرو کې د قبایلي سیمو د انتظام ادارې ویاند زیاته کړه چې شکایتي مرکز کې د قبایلي سیمو داولس د شکایتونه لیکلو لړۍ پیل شوې ده.

«دې شکایتي مرکز خپل کار له تیرو څو ورځو راهیسې شروع کړی دی او د ولس لخوا شکایتونه هم مخې ته راتلل شروع شوي دي. تر اوسه چې کوم شکایتونه راغلي دي نو په هغو کې د چا د ډومیسایل مسله ده، د چا یو څه درخواست له پولیټیکل ایجنټ سره نخښتی دی او ورته پرې څه فیصله نه ملاوېږي نو داسي مختلفې مسلې راورانې دي او پدې د عملدرامد په یوه هفته کې د کولو امر شوی دی»

د قبایلي سیمو دې شکایتي مرکز لپاره یوه ډله هم کار کوي، چې شکایتونو هوارولو لپاره د قبایلي سیمو د انتظام ادارې افسرانو او د شکایت په اړه اړونده چارواکو سره رابطه کې وي.

د دې شکایتي مرکز نمبر صفر اته صفر صفر اته اته اووه اووه اووه(۰۸۰۰۸۸۷۷۷)

XS
SM
MD
LG