د لاسرسي ځای

تازه خبر

د شمالي وزيرستان کډوال به سبا خپلو سيمو ته ستنېږي


د شمالي وزيرستان د متاثرينو ترمخه چې د پوځي عملیاتو له وجې د دوی کاروبارونو سره سره په سيمو کې سړکونو، سکولونو او نورو ودانو ته هم سخت ځيان رسيدلې دې نو حکومت ته پکار ده چې دې طرف ته هم خپل پام راوګرځوي

د پاکستان پوځ ضرب عضب عملیاتو له وجې د شمالي وزيرستان د بې کوره کړو خلکو مرحله واره ستنېدل به سبا د نهې له ورځې پیلېږي.

له شمالي وزيرستانه منتخب د قامي اسمبلۍ غړي محمد نظير مشال ريډيو ته وويل چې د يادې ايجنسۍ د بې کوره کړل شوو خلکو واپسي به په ٥ مرحلو کې ترسره کيږي او په ړومبۍ مرحله کې به د تحصيل سپين وام تر دولس زروزياتې کورنۍ د سږ کال تر جولايي مياشتې خپلو سيمو ته وليږل شي.

د نوموړي په وينا چې متاثرينو ته به د کورنۍ پر سر د ټرانسپورټ په مد کې ٣٥ زره روپۍ ورکړې کيږي او د کومو خلکو کورونه چې په مکمله توګه تباه شوي دي نو هغوي ته به ٤ لکه روپۍ او په جزوي متاثره شوې کورونو مالکانو ته به يو لکه او ٦٠ زره روپۍ ورکړې کيږي.

د شمالي وزيرستان د متاثرينو ترمخه چې د پوځي عملیاتو له وجې د دوی کاروبارونو سره سره په سيمو کې سړکونو، سکولونو او نورو ودانو ته هم سخت ځيان رسيدلې دې نو حکومت ته پکار ده چې دې طرف ته هم خپل پام راوګرځوي،

د متاثرينو د غوښتنو پحقله محمد نظير وايي چې عملیاتولوجې د مير علي او ميران شاه بازارونه په مکمله توګه تباه شويدي حکومت نه صرف دې بازارونو دوباره جوړولو اراده لري بلکه په سيمه کې د هسپتالونو، سکولونو او بجلۍ بحالۍ لپاره يي کار هم شروع کړي دي.

د حکومت لخوا د متاثرينو واپسۍ لپاره کړې شوي انتظاماتو پحقله مشال ريډيو چې کله د فاټا ګرينډ الائنس سره سره د وزيرستان د جرګي مشر خان مرجان سره خبرې وکړي نو د نوموړي وينا ده چې تر دې دمه حکومت د شمالي وزيرستان مشران دغه متاثره سيمو ته نه دي بوتللې چې د انتظاماتو جايزه واخلي نو دوي انتظار کوي چې په ړومبۍ مرحله کې متاثرين خپلو سيمو ته ولاړ شي نو ورته به د حکومت لخوا کړې شوي انتظاماتو اندازه وشي

نوموړي زياته کړه چې موږ خپل سکولونه، کالجونه او هجرې آبادې غواړو او حکومت ته خواست کوؤ چې زموږ ده دې غوښتنو دې زرترزره عملدرامد وکړي.

ياده دې وي چې حکومت تير کال د جون مياشتې د ١٥ نيټې نه په شمالي وزيرستان کې د وسله والو پرضد د ضرب عضب په نوم سره پوځي عمليات پيل کړيدي، د پاکستان پوځ د مطبوعاتو څانګه ای اېس پي ار وايي چې تر دې دمه يي د ٩٠ فيصده نه زياته علاقه د وسله والو نه پاکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG