د لاسرسي ځای

تازه خبر

لورالايي کې پاکستانيو طالبانو پنځه پولیس سرتيري ووژل


د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر وايي، «زموږ د بارکان په پوليسو چې د لورالايي څنګلورې ضلع ده، د هغوی يو موټر له دې ځایه تېرېدلی، پرې برید شوی دی او زموږ پنځه سرتېري پکې وژل شوي او يو بل ژوبل شوی دی»

د بلوچستان د لورالايي په چه چېلو سیمه کې د بنجشنبې او جمعې په منځنۍ شپه ناوخته وسله والو د پولیسو پنځه سرتېري وژلي، يو يې ژوبل کړی او له يوه مساپر بسه يې يو مساپر تښتوولی دی. د بلوچستان د کورنيو چارو وزیر سرفراز بګټي مشال راډيو ته وویل، برید د بارکان سیمې په پولیسو شوی، چې د ده په خبره پنځه سرتېري يې وژل شوي او بل ژوبل شوی دی.

د سرفرازبګټي په خبره وسله والو په همدې سیمه کې يو مساپر بس چې له لورالايي څخه ډېره غازي خان ته روان وو، درولی او لږ تر لږه يو مساپر يې تښتوولی دی. ځينې سرچينې وايي، د تښتوول شويو مساپرو شمېر زیات دی، خو د سيمې مرستيال کمشنر جباربلوڅ او د کورنيو چارو وزیر يواځې د يوه مساپر د تښتوول کېدو پخلی کوي.

د لورالايي په چه چېلو سیمه کې د پولیسو پر موټر دا برید په داسې حال کې کېږي، چې د روان کال له پېل راهیسې د لورالايي په شمول په ږوب ډويژن کې د ناامنۍ پېښې زیاتې شوې او په کې د يو شمېر امنيتي سرتېرو په شمول اولسي وګړيو ته مرګ ژوبله اوښتې او تښتوول شوي هم دي. له سرفرازبګټي څخه مو په يادو سیمو کې د وسله والو د فعاليت په اړه وپوښتل، بګټي يې په ځواب کې وویل.

؛ دا بايد چې ستاسو په ذهن کې وي، چې ږوب ډويژن له وزیرستان او د خیبرپښتونخوا له بېل بېل سیمو سره پولې لري. له کله راهیسې چې موږ د ضرب عضب په نامه عمليات شروع کړي دي، او د پاکستان حکومت او پوځ دا پرېکړه کړې ده، چې له ترهګرۍ څخه به موږ ځان خلاصوو. نو دا ډول بریدونه ممکن دي، خو له هغه باوجود بیا هم زه دا برید په رياست برید بولم. او موږ به د خپلو پولیس سرتېرو د وژلو بدله ضرور اخلو؛.

د لورالايي په همدې چه چېلو سیمه کې څو اونۍ وړاندې هم وسله والو د پاکستاني ملېشه و پر يوې پوستې برید کړی وو، او اووه سرتېري يې وژلي وو، چې تر هغه وروسته هم د پاکستان ملېشه سرتېرو په همدې سیمه کې د لټون عمليات پېل کړي وو.

هلته د محمد خراساني په نامه يو تن چې ځان د وسله والو پاکستاني طالبانو وياند بولي، د مشال راډيو په شمول يو شمېر رسنيو ته يې د برېښناليک له لارې د چه چېلو ددې برید مسوولیت قبول کړی دی

XS
SM
MD
LG