د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جرمني غورځیدلې الوتکې د غږ پیته کوونکې آلی څیړنه روانه ده


د فرانسې پلټونکو د جرمني د هغې الوتکې له تر لاسه شوې غږ ثبتوونکې الې د مالوماتو معاینه پیل کړې ده چې د فرانسې په غرونو کې پرېوتې وه.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې له ثبتو شویو غږونو د تر لاسه شویو شواهدو پر اساس ویلي، د الوتکې یو پیلوټ له کاکپېټه ووت او د الوتکې تر پرېوتو کاکپېټ ته ستون نشو.

یوه پلټونکي چې نوم یې نه دی ښودل شوی د ثبتو شویو غږونو پر اساس وايي، د کاکپېټ ((له وره دباندې یوه کس ورو ټک ټک وکړ، خو هېڅ ځواب ورنکړل شو.))

پلټونکی وايي، ((دې کس بیا په زور ور وډباوه، خو هېڅ ځواب ورنکړل شو. تر اخره هېڅ ځواب ورنکړل شو.))

د ثبتو شویو غږونو مالومات پر داسې مهال تر لاسه شوي چې تېره ورځ د فرانسې ولسمشر فرانسوا اولاند، د جرمني وزیراعظمې انګېلا مېرکل اود هسپانیې وزیراعظم ماریانو راخویې وژل شویو ۱۵۰ کسانو ته د عقیدت پېرزوینو وړاندې کولو لپاره د فرانسې په الپاین غرییزې سلسلې کې د پېښې ځای ته ورغلل.

په وژل شویو کې زیاتره جرمنان او هسپانیویان ول. دا الوتکه د سې شنبې یا نهې پر ورځ له بارسېلونا، ډوسلډورف ته روانه وه چې پرېوته.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG