د لاسرسي ځای

تازه خبر

اټلانټیک شورا ولسمشر غني ته د غورې رهبرۍ جایزه ورکړله


ولسمشر محمد اشرف غني
ولسمشر محمد اشرف غني

د افغانستان ولسمشر له ماڼۍ خپره شوې خبره پاڼه وايي. چې د امریکا اټلانټیک شورا ولسمشر محمد اشرف غني ته د غورې رهبرۍ جایزه ورکړې

د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني په سیمه ایز وخت پرون مازیګر په هغه غونډه کې چې د امریکا د متحده ایالاتو د سولې انسټیټوټ او د اټلانټیک شورا په نوښت د واشنګټن ډي سي په ښار کې جوړه شوې وه، ګډون وکړ.

ولسمشر غني دغې غونډې ته په وینا کې وویل، «پر فرخندې برید چې د هغې د مرګ سبب شو، نه یوازې دا چې غندم یې، بلکې خپله دنده بولم چې دغه مسئله په ټول قوت سره وڅېړم او له هغو کسانو سره چې دغه ناوړه عمل یې ترسره کړی دی جدي او قانوني چلند وکړم»

ولسمشر وویل چې له دغې پېښې سره په تړاو تر لسو زیات پولیس له خپلو دندو ګوښه کړل شوي دي او تر پوښتنو ګروږنو او پلټنو لاندې دي.

ولسمشر غني زیاته کړه، « دغه مسئله زموږ لپاره ډېره مهمه ده او زموږ ژمنه دا ده چې په ساده ګۍ سره له هغې نه تېرېږو»

محمد اشرف غني په انتخاباتو کې د خلکو پراخ ګډون ته په اشاره سره وویل، «افغانستان بدلون کړی دی، موږ په افغانستان کې د بنیادي بدلون لپاره ژمن یو او پایدار تحول رامنځته کوو او همدغه ژمنه وه چې زموږ خلکو په ډېره لوړه کچه په انتخاباتو کې ګډون وکړ او ۳۸ سلنه رائیه ورکوونکې ښځې وې»

ولسمشر غني پخپله وینا کې د نا امنیو د بعدونو په اړه هم خبرې وکړې، ویې ویل چې نا امني نه یوازې سیاسي بعد، بلکې جرمي بعد هم لري.

د افغانستان جمهور رئیس د سولې په اړه وویل چې زموږ لومړنی ګام سولې ته د رسېدو لپاره له پاکستان سره کار کول دی او زموږ لومړی کار دا و چې ستونزه تعریف کړو، له ستونزې څخه زموږ تعریف دا و چې د دواړو هېوادونو ترمنځ خصومت وجود لري او دغه تعریف په پاکستان کې زموږ سیالانو رد نه کړ.

ولسمشر غني د سیمې او د اسلامي هېوادونو په کچه پر اجماع باندې ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د افغانستان ثبات د سیمې د ثبات کلي ده.

جمهور رئیس محمد اشرف غني د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل، د داعش خاصیت دا دی چې یا خپل رقیبان جذبوي او یا دا چې هغوی له خپل ستونې تیروي.

ده همدا راز وویل چې داعش د افغانستان او د سیمې لپاره یو ګواښ دی او له داعش څخه زموږ برداشت زموږ په خپلې حوزې پورې اړوندیږې او په دې لاره کې باید لازمه همکاري ترسره شي ترڅو موږ د سیمې او نړۍ په کچه د داعش خطر په سم ډول درک کړو ځکه چې داعش پوله نه پیژني او په چټکۍ سره د پراختیا په حال کې دی.

ولسمشر غني زیاته کړه، هغه قرائت چې داعش یې له اسلام څخه وړاندې کوي، اسلامي قرائت نه دی او له اسلام سره هیڅ تړاو نه لري.

ده وویل چې موږ د افغانستان خلک د سولې غوښتونکي یو او په حقیقت کې هغه خلک یو چې د زغم د فرهنګ او د تمدنونو د ډیالوګ د پراختیا غوښتونکي یو او د رښتیني اسلام استازیتوب کوو، نه هغه کسان چې د ماشومانو او ښځو په وژلو افتخارکوي.

وروسته ولسمشر محمد اشرف غني د اټلانټیکشورا ته ولاړ او هلته د دغې شورا لخوا ده ته د " غوره رهبرۍ " جایزه ورکړل شوه

XS
SM
MD
LG