د لاسرسي ځای

تازه خبر

پکتیکا: کلیوالو ماشومانو ته د زده کړو نوي فرصتونه برابریږي


د پکتیکا د پوهنې رئیس په دې خوښي څرګندوي، چې دوی ته د اړوند وزارت له خوا په کافي اندازه کتابونه رسیدلي او دوی هم حتی لیرې پرتو ولسوالیو او په هغو کې ټولو ښوونځیو ته کتابونه ورکړي دي.

د پکیتکا د پوهنې ریاست چارواکي وايي، چې په دې نوي ښوونیز کال کې به هغه شپږ زره ماشومانو او تنکیو زلیمانو ته د زده کړو فرصتونه برابر کړي، چې په لیرې پرتو سیمو کې اوسیږي او په نږدې سیمو کې يې ښوونځي نشته.

د دوشنبې په ورځ د پکیتکا د پوهنې رئیس کوچي ځاځي مشال راډيو ته وویل، چې دوی به د یاد ولایت د لسو لیرې پرتو ولسوالیو په هغه سیمو کې ۱۳۵۱ بابه نوي ټولګي جوړ کړي، چې نږدې يې ښوونځي نه وي، په دې ټولګیو کې به زده کوونکي تر شپږم پولګي پورې زده کړې کوي او پاتو زده کړو له پاره به بیا نږدې ښوونځیو ته ورپېژندل کیږي:

((په ۱۳۹۴ ښوونیز کال کې به د پکتیکا د پوهنې ریاست د نړیوالو همکارو موسساتو په مرسته لکه ای ډي پي اې، یونسیف او سویډن کمیټې له خوا هغه شپږ زره ماشومانو ته چې په نږدې سیمو کې زده کړو ته لاسرسۍ نه لري، تر پوښښ لاندې راولو، دوی له پاره به محلي مکاتب چې هلته ښوونځیو ته رسیده ګي نه شي کولای فعال کړو.))

د پکتیکا د پوهنې رئیس په دې خوښي څرګندوي، چې دوی ته د اړوند وزارت له خوا په کافي اندازه کتابونه رسیدلي او دوی هم حتی لیرې پرتو ولسوالیو او په هغو کې ټولو ښوونځیو ته کتابونه ورکړي دي.

کوچي ځاځي وړاندې وویل، چې د پکتیکا په ځنو سیمو کې ناامنۍ، د ډېریو ښوونځیو د ودانیو نه شتون او د مسلکي او وړ ښوونکو کمښت د دې ولایت د پوهنې د پرمختګ په مخکې مهمې ستونزې دي:

((په پکتیکا کې په مهمو ستونزو کې له ټول ښوونیز بهیر نه یو هم د اساسي نظارت کول دي، چې یو شمېر سیمو ته د ناامنیو له کبله زموږ نظارتچیان هلته نه شي تللی، دویمه مسله د ښوونځیو د ودانیو کمښت او دریمه هم د مسلکي ښوونکو نه شتون دی.))

د یادونې وړ ده، پکتیکا ولایت کې اوسمهال ۳۵۸ بابه ښوونځي فعال دي چې له دې جملې، ۶۲ بابه لیسې، ۶۳ بابه منځني او پاته نور لومړني ښوونځي دي، په پکتیکا کې یو لک ۵۵ زره زده کوونکي زده کړې کوي، چې ۲۶ زره يې نجونې دي.

XS
SM
MD
LG