د لاسرسي ځای

تازه خبر

رسنۍ د عدالت غوښتنې په ترویجولو کې مهمې دي


خوست کې د بشر د حقوقو په اړه د ورکشاپ یوه څنډه
خوست کې د بشر د حقوقو په اړه د ورکشاپ یوه څنډه

په خوست کې د بشري حقونو د ترویج او عامه پوهاوي د پروګرامونو کارکوونکي وايي، چې رسنۍ باید له یوې خوا خلکو ته د عدالت غوښتنې فکر او پوهه ورکړي او بل لوري ته هغه مسئلې هم راپورته کړي، چې پکې د خلکو حقوق تر پښو لاندې کیږي.

د یکشنبې په ورځ د دې له پاره چې د عدالت غوښتنې د مسئلو سره د رسنیو خبریالان او استازي بلد شي، په سویل ختیځ زون کې د مدني ټولنې او بشر حقوقو د شبکې له خوا یو ورځنۍ ورکشاپ جوړ شوی .

د ورکشاپ یو تن ګډونوال محمدرسول عادل مشال راډیو ته وویل، چې دا ډول برنامې له دې کبله د ارزښت وړ دي، چې د رسنیو خبریالان په ټولنه کې هغه مسئلې راپورته کوي، چې په هغې سره د ظالم د ظلم لاس نیول کیږي او د بې وزله سره مرسته کیدای شي:

(( داکار ځکه اړین دی، چې ډیری وخت زموږ خبریالان کله چې خبر او راپور جوړوي، نو دوی يې د تنې او محتوا سنجش نه شي کولای، که چیرې دوی باور مند وي، چې د ده راپور په ټولنه څومره تاثیر غورځولای شي، عدالت څومره تامینولای شي، د ظالم لاس څومره نیولای شي او مظلوم سره څومره کمک کولای شي، دوی بیا دې له پاره ښې موضوعګانې ټاکلی شي او راپور به يې هم د خلکو زړونو ته لاره پیدا کوي.))

افغاني ټولنه چې د نفوسو یوه ستره برخه يې نالوستي ده او په دې ټولنه کې لاهم زورواکي او خپلسري کسان موجود دي، نو مظلومې طبقې ته ګرانه ده، چې دوی سره د کیدونکي ظلم او تیري پر وړاندې خپل غږ اوچت کړي او یا په قانوني ډول عدالت غوښتنه وکړي.

د ورکشاپ د رابلونکې ادارې مشر بوستان ولیزي د دې برنامې اړتیا داسې په ډاګه کړه:

((زموږ د نن ورځې ورکشاپ چې موضوع يې عدالت غوښتنه وه ، د رسنیو خبریالان، او مسولین مو راغوښتنی وو، تر څو دوی وکولای شي په راتلونکې کې خلکو ته وښيي، چې څرنګه دعدالت غوښتنه وکړي، په خلکو کې عدالت غوښتنه رواج کړي، تر څو خپل هغه حقه حقوق مو لاسته راوړي وي.))

د ورکشاپ یو بل تن ګډونوال خبریال هم وویل، چې په دې ورکشاپ کې د عدالت غوښتنې په باب د رسنیو د مکلفیت څخه باخبره شول:

((زما نوم احمدشاه دی، دا چې موږ نن په دې ورکشاپ کې ګډون کړی ، هدف یې دا دی چې رښتیا هم د عدالت غوښتنې په باب د رسنیو د مکلفیت په باب موږ پوره مالومات نه درلودل، نو دا برخه مهمه ده، موږ به په دې ځای کې ډېر څه زده کړو.))

د یادونې وړ ده، که څه هم رسنیو په بیلابیلو سیمو کې د بې عدالتیو او زورزیاتیو یو شمېر قضیې راپورته کړي، خو تر اوسه هم د افغاني ټولنې په اطرافي او کلیوالي سیمو کې د تاوتریخوالي، ظلم او زیاتي ډیری پيښې پټې پاتې کیږي او زیانمن کسان نه شي کولای، چې عدالت غوښتنه وکړي او خپل روا حقوق لاسته راوړي.

XS
SM
MD
LG