د لاسرسي ځای

تازه خبر

په افغانستان کې اته نیم میلیونو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ورکول کیږي


ننګرهار کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کیږي
ننګرهار کې ماشومانو ته د پولیو ضد څاڅکي ورکول کیږي

د افغانستان په اته ویشتو ولايتونو کې د پوليو د ناروغۍ پر ضد د پسرلي درې ورځنی کمپاين لومړی پړاو له نن نه پیل شو.

د افغانستان د روغتيا د وزارت مرستيال ډاکټر هدايت الله ستانکزي پرون مشال راډیو ته وویل چې په نورو شپږو ولايتونو کي به د پوليو د ناروغۍ پر ضد د څاڅکو ورکولو بهیر یو مياشت وروسته پيل شي.

ټاکل شوې ده چې د پوليو مهم د پلي کولو په دې مرحله کې به اته اعشاریه شپږ مليونه ماشومانو ته څاڅکي ورکول کیږي.

هلته په ننګرهار کې د پولیو ناروغۍ ضد واکسینو درې ورځنی کمپاین هم د یکشنبې په ورځ پيل شو. ددې کمپاين د پرانیستلو په غونډه کې د ننګرهار د روغتیا رييس ډاکټر نجیب الله کاموال وویل : په پام کې لري،چې شاوخوا شپږ لکو ماشومانو ته د پولیو واکسين کولو ترڅنګه یادو ماشومانو ته به د ویټامین (اې) ګولۍ هم ورکړي.

د روغتيا ریاست د معلوماتو له مخې دا کمپاین به د غني خیلو ولسوالۍ پرته نور په ټولو ولسوالیو کې ترسره شي.

له دې وړاندې هم په غني خیلو ولسوالۍ کې د پولیو ضد واکسینو کمپاینونه نه دي ترسره شوي.

سره له دې،چې د روغتیا ریاست په دې برخه کې له قومي سپينږیرو او ملاامامانو سره ناستې ترسره کړي،خو په خبره يې دا ستونزه تر اوسه پر ځای پاتې ده.

د ویلو ده،چې په روان ۲۰۱۵ کال کې تر اوسه د پولیو ناروغۍ کومه مثبته پيښه نه ده ثبت شوې.

XS
SM
MD
LG