د لاسرسي ځای

تازه خبر

د جنوبي وزیرستان کډوال خپلو کورونو ته ستنیږي


د پښتونخوا ګورنر مهتاب عباسي
د پښتونخوا ګورنر مهتاب عباسي

د خیبر پښتونخوا ګورنر مهتاب عباسي وايي د جنوبي وزیرستان د سرکۍ او سرې روغې سیمو خلک به له دوشنبې ( ګل ) ورځې څخه خپلو سیمو ته ستنیدل پیل کړي.

نوموړي تیر ماښام په ګورنر هاوس کې د پیښور له کور کمانډر لیفټننټ جنرال هدایت الرحمان سره په یو ګډه خبري غونډه کې د فاټا د بې کوره کړل شویو خلکو په مرحله واره توګه د بیرته ستنیدو د پلان اعلان وکړ. ګورنر زیاته کړه :

(( موږ د کډوالو په مرحله واره توګه د بیرته ستنیدو عمل د شپاړسم مارچ نه پیلوو ، د مارچ له شلمي نېټي څخه به د باړې اکاخیلو بې کوره کړل شوي کډوال خپلو سیمو ته بیرته تللی شي او د مارچ د یو دیرشمي نیټي نه به د شمالي وزیرستان د میرعلي د کډوالو واپسي په مرحله واره توګه پیل شي. ))

مهتاب عباسي دا هم وویل چې کډوالو ته به د کورنۍ پر سر پنځویشت زره روپۍ او د ټرانسپورټ لپاره لس لس زره روپۍ مرستې هم ورکول کیږي.

په جنوبي وزیرستان کې د ( راه نجات ) ، په شمالي وزیرستان کې د ( ضرب عضب ) او په خیبر ایجنسۍ کې د ( خیبر ون ) په نامه عملیات له ډیرې مودې راهیسې روان دي او حکومت ادعا کوي چې دیادو سیمو اکثرې برخې یې له وسله والو پاکې کړې دي. جنګونو د پاکستان له قبایلي سیمو زرګونه کورنۍ کډه کولو ته اړ کړي. کورني بې کوره شوي خلک وخت په وخت له حکومت څخه غوښتنه کوي چې د دوی د ستنیدو لارې دې خلاصې کړي.

XS
SM
MD
LG