د لاسرسي ځای

تازه خبر

" افغان کډوال به په عزت هیواد ته ستنیږي "


د افغانستان د کډوالو چارو وزیر په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وینا کوي
د افغانستان د کډوالو چارو وزیر په اسلام اباد کې خبري غونډې ته وینا کوي

افغانستان او پاکستان د هغو افغان کډوالو په ثبتولو موافقه کړې چې تر اوسه په پاکستان کې د اوسېدو سندونه نه لري.

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر سید حسین عالمي بلخي تېره ورځ په اسلام اباد کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د چارو له استازیو او پاکستاني لورې سره تر غونډې وروسته خبري غونډې ته وویل:

((موږ د څو ورځو خبرو په ترڅ کې دې نتيجې ته ورسېدو، چې افغان کډوال بايد خپل هېواد ته ستانه شي، خو دا ستنېدنه بايد په خپله خوښه، په عزت او تدريجي ډول وي. موږ په پاکستان کې ګڼ شمېر ناراجستر شوي افغان کډوال هم لرو، موږ موافقه وکړه چې دا ډول ناراجستر شوي افغان کډوال به د پاکستان او افغانستان تر يوې ګډې پروسې لاندې رجستر شي، چې د دې هدف لپاره مو يوه کمېټه وټاکله او کار يې پيل کړ.))

د افغانستان د کډوالو چارو وزیر د یوه پلاوي په مشرۍ د یکشنبې په ورځ وروسته تر هغه پاکستان ته ولاړ چې په دغه هیواد کې له افغان کډوالو سره د پولیسو د بد چلند راپورونه خپاره شول.

په پاکستان کې د ملګرو ملتو د کډوالو د چارو له ادارې ((یو این ایچ سي ار )) سره د شوې پریکړې تر مخې افغان کډوال د روان میلادي کال تر پايه په پاکستان کې اوسېدلی شي.

په پاکستان کې دا مهال د یو نیم میلیونه په شاوخوا کې راجستر شوي افغان کډوال ژوند کوي، خو ویل کیږي چې همدومره نور ناراجستر شوي افغان کډوال هم په پاکستان کې مېشت دي.

XS
SM
MD
LG