د لاسرسي ځای

تازه خبر

د مېرمنو نړیواله ورځ او پښتنې مېرمنې


پېښور کې مېرمنې ګنډل زده کوي
پېښور کې مېرمنې ګنډل زده کوي

نن د ګردې نړۍ په څېر په افغانستان او پاکستان کې هم د ښځو نړيواله ورځ نماځل کيږي. ملګري ملتونو روان کال د مېرمنو ورځ ددې شعار د لاندې نمانځي چې ( د مېرمنو با اختیاره کېدل د انسانیت با اختیاره کېدل دي. )

په پيښور کې هم د مېرمنو د نړیوالې ورځې په پلمه یوه غونډه وشوه چې پکې مېرمنو له حکومته غوښتنه وکړه چې د دوی د حقونو د خوندي کولو لپاره دې عملي ګامونه پورته کړي.

د غونډې یوې ګډونوالې ناظره سید وویل په پښتونخوا کې د مېرمنو پرضد د تاوتریخوالي پېښې کمې رسنیو ته ښکاره کیږي :

(( د تشدد د پېښو کره شمېره معلومول ګران کار دی ځکه چې ډیرې پېښې پټې پاتې شي او څوک پرې خبر هم نه شي. حکومت هم ترې بې خبره پاتې شي. اکثره وخت مېرمنې تشدد زغمي، ځکه چې د کورنۍ د غړو لخوا ورته ویل کیږي چې مونږ پښتانه یو او دا زمونږ روایات دي. ))

هلته په سوات کې هم په دې ورځ مېرمنو ته د دوی د حقونو نه د خبردارۍ غونډې او سیمینارونه جوړشول.

د مټې یوې اوسیدونکې ګل خندان مشال راډیو ته وویل :

(( زه مېرمنو ته په دې ورځ دا پیغام ورکول غواړمه چې هغوی دې په خپلو بچیانو او خاص کر په جینکو دې خامخا تعلیم وکړي، چې د دوی سباوون روښانه شي. ))

بل پلو د قبایلي سیمو میرمنې وايي که له یوې خوا قبایلي دود دستور ترې حقونه تروړلي نو له بلې خوا دپاکستان حکومت هم د دوی د بدې ورځې د ښه کولو لپاره هیڅ ډول اقدامات نه دي کړی. دتیرا اوسیدونکې صفیه اورکزۍ وايي :

(( چې کوم حقوق زمونږ پکار دي، هغه مونږ ته څوک نه راکوي، د فاټا د مېرمنو په نامه حکومت ته پیسې راځي، هغه ټول حکومت خوري، زمونږ د کتاب پاڼه هم څوک نه اړوی. مونږ له حقونو څخه محرومه یو. ))

یو شمیر کارپوهان وايي اکثره پښتنې مېرمنې له خپلو حقونو او عین د مېرمنو د ورخې نه خبرې هم نه دي.

XS
SM
MD
LG