د لاسرسي ځای

تازه خبر

“د افغانستان او هند اړیکې به لا ښې شي”


د افغانستان ولسمشر وایي چې په راتلونکې کې به د افغانستان او هند ترمنځ اړیکې نورې هم پراخې شي.

اشرف غني دا خبره د چارشنبې پر ورځ په کابل کې د هند د بهرنیو چارو د وزارت له مرستیال اېس جېشنکر سره د لیدنې پر مهال وکړه.

اېس جېشنکر بیا ژمنه وکړه چې هند به له افغانستان سره خپلو مرستو ته دوام ورکړي او د افغانستان د کانونو د رایستلو په برخه کې به همکاري وکړي.

د هند بهرنیو چارو د وزارت مرستیال ولسمشر اشرف غني ته بلنه ورکړه چې له هند څخه لیدنه وکړي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG