د ځوانانو غږ خپرونه کې مو دا ځل دوه ځوان پښتانه خبريالان مېلمانه دي چې له ډېره وخته په رسنيو کې کار کوي. دوی نه يوازې په بېلا بيلو رسنيو کې دندې تر سره کړي بلکې يو شمېر فېلوشپس ته هم بريالي شوي او بهر هيوادونو ته د زده کړو او روزنې لپاره تللي دي.
له دوی سره د ميډيا يا رسنيو په ډګر کې د پښتنو ځوانانو د راتګ او مواقعو او د خبريال په حېث د بهرنيو هيوادونو فېلو شپ تر لاسه کولو په اړه بحث شوی دی. د خپرونې کوربه احمد شاه اعظمي دی.
دا خپرونه دلته اوريدای شئ.
-
احمد شاه اعظمي
احمد شاه اعظمي له ۲۰۱۰ز کال راهيسې له مشال راډیو سره کار کوي او د افغانستان او پاکستان په ګډون د سيمې او نړۍ په اړه راپورونه جوړوي. نوموړي د چېک جمهوريت له مساريک پوهنتون څخه په نړيوالو اړيکو کې دوکتورا (پي اېچ ډي) کړې ده.