د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د دوکۍ کان پېښې ټول مړي راواېستل شول


د لورالایي ضلعې د دوکۍ تحصیل، تحصیلدار حبیب الرحمان لوڼي مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې ټول کانکیندوکيو مړي یې خپلوانو ته وسپارل

د بلوچستان په دوکۍ سیمه کې د کویلې په یوه کان کې بند پاتې کانکیندونکیو لپاره له څلوروو ورځو راهیسې روان امدادي عملیات د یکشنبې په ورځ بشپړه شو او دننه بند پاتې ټول ۷اووه تنه کانکیندونکو مړي را واېستل شول، دغه شان د مړیو شمېره اتو تنو ته ورسېدله. په کان کې دننه له پېښې سره د مخامخ شوو کسانو تعلق له سوات، شانګلې او خوا وشا سیمو سره دی. د یادې سیمې د قامي اسمبلۍ غړي په خبره، د نااهلۍ او بد انتظامۍ له وجې د څو ګنټو کار، تر څلورو ورځو ورسېده.

د ضلع لورالایي د دوکۍ تحصیل،تحصیلدار حبیب الرحمان لوڼي مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې ټول کانکیندوکيو مړي یې خپلوانو ته وسپارل:

«مرستندویه ډله د پېښې له ورځې یوه ورځ وروسته را ورسېدله او نږدې له څلورو ورځو وروستهد یک شنبې په ورځ یې عملیات مکمل کړل.ټول ۷ کانکیندونکي مړي یې را وایستل او هغه بیا د هیلي کاپټر په ذریعه تر پېښوره یوړل شول»

د سیمې تحصیلدار په خبره،ټول مړه کسان د شانګلې،سوات او خوا وشا سیمو او په خټه یوسفزي دي.

د خپلې سیمې له وګړیو سره د مرستې په خاطر شانګلې،سوات له سیمې سره تعلق لرونکی د پاکستان قامي اسمبلۍ غړی،عنایت الله هم دوکۍ ته راغلی او نږدې ټول وخت یې په مرستندویه منډو ترړو تېر کړو.دی چې بېګا ناوخته لا هم له مړیو سره موجود او پر سفر وو،مشال ریډیو سره په خبرو کې وویل چې بلوچستان حکومت د اړوند ادارو د نااهلۍ او بې انتظامۍ له وجې د څو ګنټو مرستندویه کار،تر څلورو ورځو ورسېدو:

«د نااهلۍ او ظلم انتها وه.د معدنیاتو محکمې له اړخه یوازې د انسپکټر چوکۍ یو کس به د پېښې ځای ته راتلو او کله چې به ما پوښتنه ورڅخه کوله چې تا څومره وخت کېږي چې کان دې کتلی او څارنه دې کړېده،نو ده به ځواب کې راته وویل چې دا نه دې ورته یاد.زه دا وخت په لاره کې یم،مګر زما سوچ او دماغ اوس هم په هغه ځای کې بند دی چې څومره په بې وسۍ کې دننه خلک پراته وو او بالا یې مرستې لپاره هیڅ انتظامات نه وو»

د قامي اسمبلۍ یاد غړی زیاتوي،دا خو اېله دی وو چې هلته د پېښې ځای ته ورغلی وو او مړي کم از کم څلور ورځې وروسته خو را وایستل شول.د ده په وېنا،که دی هلته نه وو ورغلی،نو مړي به لا هم هلته بند پاتې وو.

په ده اړه د بلوچستان د معدنیاتو محکمې له لوړ روتبه چارواکیو سره پر بیا بیا هڅو سربېره هم په خبرو بریالي نه شو،البته د یاد تحصیل یاد انتظامي مشر حبیب الرحمان لوڼی د نااهلۍ تور مني او زیاتوي چې له مرستندویه کارکونکیو سره د ژغورنې بشپړه او غوره سامان او انتظامات نه وو.

د شانګلې او خوا وشا سیمې سره تعلق لرونکی د قامي اسمبلۍ یاد غړی،عنایت الله مخته وایي،دی به هیڅکله هم متاثره کورنۍ هېرې نه کړي او هڅه به وکړي چې له حکومته مالي مرسته ورته راوړي:

«د معدنیاتو محکمې (بلوچستان) په چارواکیو مې خبره منلې ده.هغوي به د هر وژل شوي کس کورنۍ ته ۸-۸ لکه روپۍ ور کوي.نن هم ۱-۱ لک روپۍ یې په نغدو (کېش) کې ورکړې او باقي پاتې پېسې به هم په یو څو ونۍ کې ورکړل شي»

عنایت الله زیاتوي،دی اراده لري چې د کویلې کانکیندونکیو د بچیانو لپاره په شانګلې کې یو سکول خلاس کړم،په دې سکول کې به په خصوصي توګه د مړه شویو کانکیندونکیو بچیانو ته روزنه او تعلیم ورکول کېږي.

دلته د ویلو ده چې د تېرې پنج شنبې په ورځ د بلوچستان،ضلع لورالایي په دوکۍ سیمه کې د چارواکیو په خبره،د کویلې (سکرو) یو کان لوېدلو او په هغه کې د ګېس جمع کېدلو له وجې یو کس ځای پر ځای مړ شوی وو،خو۷ کانکیندونکي دننه بند پاتې شوي ول.دغه کانکیندونکي له څلورو ورځو مرستندویه عملیاتو وروسته،د یک شنبې په ورځ د مړيو په شکل کې را وایستل شول.دغه شان د مړیو شمېره تر ۸ کسانو ورسېدله.مړي به نن په شانګله او خوا وشا سیمو کې خاورو ته وسپارل شي.

XS
SM
MD
LG