د لاسرسي ځای

تازه خبر

"که خپل ګرېوان ته ځیر شو"


خو دې ټولو ستونزو ته په کتو افغان ولس باید خپل ګرېوان ته ځیر شي چې په پکتیا کې وینه تویول، کابل په وینو لړل، هېلمندیان ژړول بې د خپلو له مرستې پرته هېڅ امکان نه لري.

لیکنه: زاهد خان کاکړ کوټه

که موږ تاریخ ته وګورو، نو په افغانستان کې ډېری جنګونه بهرنیانو د خپلو ناوړو موخو د ترسره کولو لپاره پیل کړې دي چې په پایله کې یې لروبر افغان وطن وران او ټوټې ټوټې کړل شوی دی او تر دې لا ویرجنه خبره دا ده چې زموږ له خپلمینځنیو جګړو دښمن تل ګټه اخیستې ده لکه د امیر دوست محمد خان او شجاع شاه له جګړې سیکانو ګټه واخیسته او په نتیجه کې یې افغانستان د پېښور او اټک په ګډون له ملتان سیمې، دېره، هزاره، خېبر او یو شمېر نورو سیمو څخه بې برخې شو.


بیا دغه شاه شجاع د خپلو ذاتي ګټو لپاره له بهرنیو قوتونو لکه سیکانو، فرنګیانو او فارس سره د خپلې خاورې سودا وکړه.


دغه رنګه که موږ د ګنډامک تړون او ډیورنډ کرښی لاسلیکونو ته و ګورو او د دې شاته پېښو او واقعات ولولو نو په دې ټولو کې تر اغیارو ډېره ونډه زموږ خپله ده چې افغانستان یې له خپلو مهمو سیمو بې برخې کړ.


د مجاهدینو جهاد هم د بهرنیو قوتو د ځاني ګټو په نتیجه کی ترسره شو چې په نتیجه کې مو خپل کور او وطن په وینو ولاړه، په زرګونه بې ګناه افغانان ووزل شول، په لاکونو بې کوره شول. که افغانانو بهرنیو ګټو ته غاړه مه وای ایښې نو هېڅکله به ھم افغانستان داسې نه وو وران شوی بیا د شوروي اتحاد د عسکرو له وتلو پس موږ یو ځل بیا په خپلو کې په جګړو اخته شولو او په نتیجه کې امریکا، برتانیا، پاکستان، هند، ایران، عرب او چین زموږ په وطن کی په ډاګه لاسوهنی پیل کړې.

زما په نظر احمدشاه ثاني محترم حمید کرزي له افغان تاریخه او د بهرنیو زورواکو له مقاصدو ښه خبر و او افغان ولس يې یو ځل بیا پر خپلو پښو درېدو ته نزدې کړ، ھم دغه خبره د اغیارو هېڅکله نه وه خوښه او کرزی صاحب یې ګڼو ستونځو ته له مخامخېدو سره سره له خپل ورور احمد ولي کرزي ھم محرومه کړ.


اوس ولسمشر محترم محمد اشرف غني هم له دغو ستونځو سره مخامخ دی. امریکا، بریتانیا او هند ورته وايي، افغانستان به د دوی په خوښه کار کوي او پاکستان، چین، عرب او ایران ورته وايي، افغانستان به د دوی تر ګټو لاندې کار کوي.

خو دې ټولو ستونزو ته په کتو افغان ولس باید خپل ګرېوان ته ځیر شي چې په پکتیا کې وینه تویول، کابل په وینو لړل، هېلمندیان ژړول بې د خپلو له مرستې پرته هېڅ امکان نه لري. له پردویو سره سره اصل قصور زموږ خپل دی خپل وطن مو د بل د ګټو لپاره وران کړی دی. اوس که چېرې موږ خپلې ګټې په پام کې ونیسو او پر خپلو ملي ګټو سودا و نه کړو او هر وګړی د خپل وطن او د قام و حفاظت ته ودرېږي، بیا هېڅوک هم موږ ته زیان نشي اړولی.

XS
SM
MD
LG