د لاسرسي ځای

تازه خبر

ډیره اسماعیل خان : د کاشغر ـ ګوادر د لویې لارې د نقشې د بدلولو پرضد مظاهره


د پاک چاینا تجارتي لارې پخوانۍ نقشه
د پاک چاینا تجارتي لارې پخوانۍ نقشه

ډېره اسماعیل خان :- په ډېره اسماعیل خان کې ځايي خلکو ، د پاکستان د حکومت د هغې پریکړې پرضد مظاهره وکړه چې کاشغر نه نیولې تر ګوادره پورې د جوړیدونکي سرک نقشه یې بدله کړې ده.

دا مظاهره چې د سیمې د سپین روبو ، سیاسي، تجارتي او د یني مشرانو لخوا غوښتل شوې وه ورکې مظاهره کونکیو وویل، په دې پروژه کې بدلون نه مني ځکه چې که داسې وشول نو د پښتونخوا په ځای به یې ګټې د پاکستان پنجاب او سند صوبو ته ورسیږي.

له کاشغره تر ګوادره جوړیدونکې لویه لاره چې منځنۍ اسیا د پاکستان او وروسته له چین سره نښلوي، له تیرو څو کلونو راهیسې تر بحث لاندې ده، خو په دې وروستیو کې د راپورونو پراساس د پاکستان مرکزي حکومت پریکړه کړې ده چې دا لویه لاره به د پنجاب او سند صوبو نه په تیرولو د ګوادر او کاشغر سره نښلوي. په پښتونخوا کې اکثره قوم پرسته ګوندونه د پاکستان پر مرکزي حکومت غږ کوي چې یاده پروژه دې د پخوانۍ نقشې مطابق پرمخ بوځي.

دا لومړی ځل دی چې په اولسي کچه او د مدني ټولنو د لارې هم خلک د حکومت د هوډ مخالفت کوي. د ډیره اسماعیل په لاریون کې شریک یو مشر شایسته خان بلوڅ وویل :

(( موږ به د حکومت ددې پریکړې د ودرولو لپاره هر ډول قرباني ورکوو. نن لاریون کوو ، بیا به لاریون کوو او ترهغې به یې کوو چې حکومت خپله پریکړه بدله کړې نه وي. ))

لاریون کونکیو ویل له دې وروسته به پرلت غزوي ، کیمپونه به لګوي ، د لوږې هړتال به کوي او په دیوالونو به خپل شعارونه لیکي.

د ډیره اسماعیل خان خلکو ویل که د کاشغر او ګوادر ترمنځ تجارتي لاره د پخوانۍ نقشې مطابق تیره شي نو د قبایلي سیمو تقدیر به ورسره بدل شي.

XS
SM
MD
LG