د لاسرسي ځای

تازه خبر

کورمه کې چاودنه ، یو مړ څوارلس ژوبل


فایل فوټو
فایل فوټو

صده :- د یکشنبې په سهار د پاکستان په قبایلي سیمه کورمه ایجنسۍ کې د یوې بمي چاودنې په ترڅ کې یوه مېرمن وژل شوې او څوارلس کسان نور ژوبل شوي دي.

د سیمې ځايي چارواکو مشال راديو ته وویل چې د کرمې ایجنسۍ په پیرقیوم سیمه کې ، د سهار د اوو بجو په خواوشا کې ، د یو ځايي تن ګل جان په کور کې دا چاودنه شوې ده او د چاودنې د نوعیت د معلومولو لپاره د دوی هلې ځلې روانې دي.

دغه چارواکي چې د نوم د نه ښکاره کولو په شرط یې مشال راډیو سره خبرې کولې زیاته یې کړه :

(( دا چاودنه د ګل جان په کور کې شوې ده او د چاودنې پرمهال د نوموړي تن د کورنۍ ټول غړي د سهار په چایو څښلو بوخت وو. د چاودنې په ترڅ کې ۱۵ کسان ژوبل شوي وو چې له منځ نه یې یوه مېرمن مړه شوله. ))

دغه چارواکی وايي ګل جان په دې کور کې په کرایه اوسیدلو او یوازې لس ورځې وړاندې یې پیرقیوم سیمې ته کډه راوستې وه.

ده زیاته کړه د چاودنې په ترڅ کې مړه شوې زنانه او نور ژوبل کسان ټول د یوې کورنۍ غړي دي. په دې پېښه کې پنځه مېرمنې او زیات شمېر ماشومان هم ژوبل شوي دي.

دکرمې ایجنسۍ د صدې روغتون یو ډاکټر عمران مشال راډیو ته وویل چې د ځینو ژوبلو صحي وضع د اندیښنې وړ ده او هغوی د صدې د هیډکواټر روغتون نه پېښور ته لیږدول شوي دي.

تر دې دمه ددې پېښې پړه چا قبوله کړې نه ده. په دې وروستیو کې په قبایلي سیمو کې په کورونو ، هوجرو او سرک غاړو کې بمي چاودنې زیاتې شوې دې.

  • انځور سایز

    طارق اورکزی

    طارق اورکزی د مشال راډیو خبریال دی چې عموماً د کورمې په اړه رپورټونه جوړوي، خو کله نا کله د اورکزیو، هنګو، ټل او نورو شاوخوا سیمو خبرونه هم ورکوي. 

XS
SM
MD
LG