د لاسرسي ځای

تازه خبر

کرکټ نړيوال کپ لومړۍ ورځ: نيوزيلينډ او اسټريليا خپلې لوبې وګټلې


نن د ۲۰۱۵ کال نړيوال کرکټ کپ پيل شو. نيوزيلينډ سريلنکا او اسټريليا انګستان ته شکست ورکړ. سبا به پاکستان د هندوستان پر وړاندې مقابله کوي او جنوبي افريقه به د زمبابوی سره لوبه کوي. د کرکټ يوولسم نړيوال کپ دا وار په نيوزيلينډ او اسټريليا کې کيږي.

د کرکټ نړيوال کپ لومړۍ ورځ: نيوزيلينډ او اسټريليا خپلې لوبې وګټلې.

د کرکټ د يوولسم نړيوال جام يا کپ سيالۍ نن په نيوزيلينډ کې پيل شوې. لومړۍ لوبه کې نيوزيلينډ سريلنکا ته د کريسټ چرچ په هيګلې اوول ميدان کې په ۹۸ منډو ماتې ورکړه.

د سريلنکا لسيت ملينګا د بال کولو پر مهال
د سريلنکا لسيت ملينګا د بال کولو پر مهال

نيوزيلينډ لومړی بيټينګ وکړ او پنځوس اوورونو کې يې د شپږو لوبغاړو په اوټ کېدو۳۳۱ سکور وکړ. د نيوزيلينډ کوري اينډرسن په ۴۶ بالونو تر ټولو ډيرې ۷۵ منډې او کپتان يې، برينډن ميکلم په ۴۹ بالونو ۶۵ منډې وکړي.

په ځواب کې يې د سريلنکا ټول لوبغاړي په اوه څلويښتم اوور کې په ۲۳۳ سکور اوټ شول. کوري اينډرسن د پنځه اويا منډو کولو تر څنګ د دوو لوبغاړو اوټ کولو لپاره د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

نن همداراز د اسټريليا د ويکټوريه په ميلبورن کرکټ ميدان کې په دوهمه لوبه کې اسټريليا انګلينډ ته شکست ورکړ. اسټريليا لومړی بيټينګ وکړ او په پنځوس اوورونو کې يې د نهو لوبغاړو په اوټ کېدو سره ۳۴۲ سکور وکړ. آرون فينچ د دي نړيوال کپ لومړۍ سينچري يا سليزه وکړه او په ۱۲۸ بالونو يې ۱۳۵ منډې جوړې او د لوبې غوره لوبغاړی ونومول شو.

پاکستان او هندوستان د نړيوال کپ په ميچونو کې پنځه ځل د يو بل سره مخ شوي او پنځه واړه لوبې هندوستان ګټلي

د انګلينډ سټيوين فين د لوبې په آخرې دريوو بالونو د اسټريليا دري لوبغاړي سر په سر اوټ کړل او د دي نړيوال جام لومړی هيټ ټريک يې وکړ. هغه ټولې پنځه ويکټې واخيستي. د انګلينډ جيمز ټيلر اته نوي منډې جوړې کړي او اوټ نه شو.

سبا هم دوه سيالۍ کيږي. زمبابوی د جنوبي افريقه او پاکستان د هندوستان په وړاندې لوبيږي.

د اسټريليا ميچل مارش د ايين بيل په ګډون د انګلينډ پنځه لوبغاړي اوټ کړل
د اسټريليا ميچل مارش د ايين بيل په ګډون د انګلينډ پنځه لوبغاړي اوټ کړل

دا ځل د کرکټ نړيوال جام لوبې د آسټراليا او نيوزيلېنډ په بېلا بيلو ښارونو کې تر سره کيږي.

دا لومړی ځل دی چې د کرکټ په دي نړيوال جام کې د ۱۴ هيوادونو لوبډلې برخه اخلي او يو شمېر هغو لوبډلو ته هم د لوبې کولو اجازه ورکړل شوې چې نوي راپورته شوي او د نړيوالو يو ورځنيو لوبو زياته تجربه نلري.

په دې اتلولۍ کې لوبډلې په دوو برخو کې وېشل شوي چې هره لوبډله به خپلې لومړۍ شپږ سيالۍ په خپله برخه کې دننه تر سره کوي. افغانستان به په الف برخه کې لوبېږي چې په مقابل کې يې آسټراليا، نيوزي لېنډ، انګلستان، سريلنکا، بنګله دېش او سکاټلېنډ دي. پاکستان به په دوهمه برخه کې لوبيږي چې په مقابل کې يې هند، جنوبي افريقا، ويسټ انډيز، زمبابوی، آيرلېنډ او متحده عرب امارات دي.

هندوستان او پاکستان د يو بل په وړاندې سيالي کوي
هندوستان او پاکستان د يو بل په وړاندې سيالي کوي

په دي ټورنمنټ کې چې د مارچ تر ۲۹مې نېټې به دوام ولري، ۴۹ لوبې به پکې تر سره کيږي. د الف او ب ډلې له اوو لوبډلو به څلور څلور غوره لوبډلې کوارټر فاينل ته وځي چې د مارچ پر اتمه پيليږي. وروسته به سېمي فاينل يا نيمه پايلوبو ته څلور غوره لوبډلې وځي چې سيالۍ يې د مارچ پر ۲۴مه او ۲۵مه ټاکل شوي دي. د نړيوال جام فاينل يا پايلوبه به د مارچ پر ۲۹مه نېټه د آسټراليا يه ويکټوريه کې په مېلبورن ميدان کې کيږي.

پاکستان به خپله دوهمه لوبه د فرورۍ پر ۲۱مه د ويسټ انډيز په وړاندې، د مارچ پر اوله د زمبابوې په ضد، د مارچ پر څلورمه د متحده عرب امارات خلاف، د مارچ پر اوومه د جنوبي افريقه په مقابل کې او د مارچ پر ۱۵مه د آيرلېنډ په وړاندې کوي.

افغانستان چې په الف ډله کې لوبيږي خپله لومړۍ لوبه به د فبروري پر ۱۸مه د بنګله دېش په ضد، د فبروري پر ۲۲مه د سريلنکا په ضد، د فرورۍ پر ۲۶مه د سکاټلېنډ په ضد، د مارچ پر څلورمه د آسټراليا په ضد، د مارچ پر اتمه د نيوزي لېنډ پر ضد، او د مارچ پر ۱۳مه د انګلستان په ضد کوي.

د مشال ځانګړې پاڼې

XS
SM
MD
LG