د لاسرسي ځای

تازه خبر

شمالي وزیرستان : ۱۷۶ خطرناک وسله وال وژل شوي


د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوا
د پاکستان د پوځ ویاند جنرال عاصم باجوا

د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو مسوول مېجر جنرل اصف باجوا د پنجشنبې په ورځ د یوې خبري غونډې پرمهال په شمالي وزیرستان کې د پوځ د عملیاتو په اړه رسنیو ته معلومات ورکړل. ده وویل، په شمالي وزیرستان کې د وروستیو عملیاتو په نتیجه کې ۱۷۶ خطرناک وسله وال وژل شوي دي. خو د پاکستان پوځ تر دې وړاندې ، په شمالي وزیرستان کې د عملیاتو له پیله تر اوسه د وژلو شویو وسله والو شمیره له زرو زیاته ښودلې وه.

مېجر جنرل عاصم باجوا وویل د عملیاتو په نتیجه کې د شمالي وزیرستان اکثرې برخې له وسله والو څخه پاکې شوې دي.

نوموړي په پېښور کې پر ارمي پبلک سکول د تېر دسمبر د برید په اړه هم مهم انکشافات وکړل. په یاد سکول ترسره شوي برید کې یو نیم سل نه زیات کسان وژل شوي وو چې زیاته برخه یې د سکول د ماشومانو وه. د پوځ د ویاند مېجر جنرل اصف باجوا په وینا په ارمي پبلک سکول برید کې اوه ویشت کسان شریک وو. نوموړي زیاته کړه :

(( له دغو اوه ویشتو کسانو څخه نهه یې په موقع وژل شوي، دولس ژوندي نیول شوي او د شپږو نورو لټون روان دی. ))

ده د یوې پوښتنې په ځواب کې وویل له افغان حکومت څخه یې د ملافضل الله غوښتنه کړې ده او دوی هیله من دي چې افغان حکومت به ورسره په دې لړ کې مرسته وکړي.

XS
SM
MD
LG