د لاسرسي ځای

تازه خبر

خوستوال: ولسي جرګې ته دې وړ نوماند وزیران بیا معرفي شي


مدني فعال سپین روان نورزی وايي، چې ولسي جرګه باید تصمیمونه ملي ګټو ته په پام سره ونیسي له هغې پرته به ولس په راتلونکې کې پر دوی د خپلو استازیو په توګه باور ونکړي.

د خوست یو شمېر مدني فعالان، د ټولنیزو سازمانونو او قومي شوراګانو غړي او مشران د افغان ولسمشر اشرف غني او د حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله څخه غوښتنه کوي هغه شمېر نوماند وزیران، چې وړتیا او مسلکي پوهه لري او هېوادنیو ګټو ته هم ژمن دي، خو ولسي جرګې په بیلابیلو لاملونو رد او د اعتماد رایه نه ده ورکړې، د بارو رایې د ترلاسه کولو له پاره دې بیا ځل ولسي جرګې ته معرفي کړي.

دوی چې د چارشنبې پر ورځ په خوست کې د مدني ټولنو په یوه غونډه کې راټول شوي ول، ویل چې د ولسي جرګې یو شمېر استازیو نوماند وزیرانو ته په رایه اچونه کې د قومي، ژبني، سمتي او ګوندي تعصبونو نه کار اخیستی او د دې ترڅنګ يې مادي او شخصي امتیازونه هم په پام کې نیولي دي.

لیکوال او ژورنالېست زاهدشاه انګار مشال راډیو ته داسې وویل:

«ولسمشر او اجرائیه رئیس دې ځکه یو ځل بیا اهل نوماند وزیران ولسي جرګې ته معرفي کړي، چې وکیلانو هلته د شخصي ګټو پر بنیاد، د سیاسي ګټو پربنیاد، د سمتي ګټو پر بنیاد او ځینو نورو شخصي غوښتنو پر بنیاد باندې دوی رد کړي دي، نو فلهذا زموږ غوښتنه داده، چې دوی دې یو ځل بیا ورمعرفي شي، تر څو د باور رایې ترلاسه کړي»

مدني فعال سپین روان نورزی وايي، چې ولسي جرګه باید تصمیمونه ملي ګټو ته په پام سره ونیسي له هغې پرته به ولس په راتلونکې کې پر دوی د خپلو استازیو په توګه باور ونکړي.

د غونډې ګډونوال نورشاه نوراني وویل، چې دفاع وزارت ته نوماند وزیر سترجنرال شیرمحمد کریمي نه یوازې د ولسمشر بلکې د ټول خوستي ولس نوماند دی، نوموړی وړ او د هر ډول فساد څخه پاک افسر دی، نو که چیرې دی دفاع وزیر شي، هغه کولای شي افغان ملي پوځ غښتلی او پر پښو ودروي.

مدني فعال پاچا خوستی وايي، چې د ولسي جرګې څخه هغو نوماند وزیرانو د باور رایې ترلاسه کړې، چې قوي پارلماني ټیمونه يې درلودل، ده په ولسي جرګه له دې کبله نیوکه وکړه، چې حتا دوی نه دي توانیدلي ترڅو د حکومت پرچارو سم نظارت وکړي، ځکه یو شمېر وکیلان په خپلو شخصي مسائیلو بوخت دي:

«ولسي جرګې خپله هغه دنده چې د څار ده، هغه يې هم په ښه ډول نه ده اجراء کړې، بلکې یوازې او یوازې يې خپلې شخصي ګټې په پام کې نیولي دي»

د یادونې وړ ده، ولسي جرګې څه موده مخکې د ملي یووالي د حکومت د نوماندوزیرانو څخه یوازې اتو تنو او د ملي امنیت عمومي رئیس ته د باور رایه ورکړه، خو د ملي دفاع وزارت ته د نوماند شیرمحمد کریمي په ګډون يې تر نیمايي زیات کاندید وزیرانو ته د باور رایه ورنکړه.

افغان ولسمشر اشرف غني د ولسي جرګې څخه اتو نوماندوزیرانو ته د باور رایې د ورکولو له امله ستاینه او قدرداني کړې وه.

XS
SM
MD
LG