د لاسرسي ځای

تازه خبر

په درو کلونو کې دوه نیم زره لاوارثه مړي


' دا د ریاست ذمه واري ده او په آيين کې د هر انسان حقونه مالوم دي خو له بده مرغه دغه آيين د خپلځان حفاظت نشي کولی، ځکه چې څو څو ځله مات شوی دی'

د پاکستان سپريم کورټ کې نن سېشنبه د لادرکه کسانو په اړه د روانې مقدمې پر مهال د خېبر پښتونخوا ايډيشنل ايډوکېټ جنرل وقار احمد ويلي چې په تېرو دريو کلونو کې د يادې صوبې په بیلا بيلو برخو کې څه له پاسه دوه نيم زره لاوارثه مړي موندل شوي دي.

له مشال ريډيو سره په خبره کې وقار احمد زیاته کړه چې پدغو کې د يو شمېر مړو شناخت شوی دی او مړي يې وارثانو ته حواله کړل شوي دي.

؛ په تېرو دريو کلونو کې د خيبر پښتونخواله بېلا بېلو سیمو نژدې ۲۶۰۰ دا ډول مړي موندل شوي دي، په دغو کې يو شمېر مړي خپلو وارثانو ته حواله شوي دي خو اوس هم داسې ډېر لاوارثه مړي شته چې شناخت يې نه دی شوی؛

پر دې ستونزه مشال راډيو د خېبر پښتونخوا ايډوکیت جرنل عبدالطيف يوسفزي نه وپوښتل چې د دغو کسانو د وژنې محرکات او د د هغوی د شناخت په اړه صوبايي حکومت یوه څه هلې ځلې کوي او که نه، نو هغه ووویل:

؛ موږ خو هغه ټولې لارې چارې کاروو چې د دغو مړو شناخت وشي، موږپه اخبارونو کې د دغو کسانو تصويرونه ورکوو، په کومه سیمه کې چې دا ډول مړي تر لاسه شي بیا د هغو سیمو په جماعتونو کې اعلانونه هم کوو ، او پولیس خپلي پلټنې هم کوي؛

په خېبر پښتونخوا کې د لاوارثو کسانو د مړو موندلو نه پس د کفن دفن انتظام يوه غير دولتي اداره الخدمت فاؤنډيشن کوي. د يادې ادارې د مړو د کفن دفن څانګي مشر محمد بلال د دا ډول لاوارثو مړو په اړه مشال ريديو ته وويل:

؛موږ ته د دا ډول مړو اطلاع هميشه پولیس راکوي ، او بیا د پوليسو په موجودګۍ کې دغه ډول مړي موږ مرده خانو ته يوسو، هلته د دوه یا دریو ور ځو ساتلو پس بیا موږ ته وويل شي چې اوس دوی امانتا خاؤرو ته وسپارئ، دا مهال هم ډېر داسې قبرونه شته چې لاوارثه مړي پکی مو ښخ کړي دي ،؛

په خيبر پښتونخوا کې په دومره لوی شمېر سره د لاوارثو کسانو د مړو موندلو په اړه د پاکستان بشري حقونو کميشن د خېبر پښتونخوا مشر شېر محمد خان وايي، دا د ریاست ذمه واري ده او په آيين کې د هر انسان حقونه مالوم دي خو له بده مرغه دغه آيين د خپلځان حفاظت نشي کولی، ځکه چې څو څو ځله مات شوی دی، نو په داسې حالاتو کې به د يو انسان او بیا د لاوارثو مړو حقونه څنګه وساتل شي، ؛؛

سپريم کورټ ته د دغې مقدمې پر مهال ويل شوي دی چې دا ډول په سلګونه لاوارثه مړي په سیند ، بلوچستان او پنجاب صوبو کې هم موندل شوي خو نه یې د وژنو محرکات مالوم کړل شوي دي او نه يې ذمه وارو ته سزا ورکړل شوې ده.

XS
SM
MD
LG