د یکشنبې په ورځ د خیبر ایجنسۍ د تیرا په نري بابا سیمه کې په یوه بمي چاودنه کې درې کسان وژل شوي او پنځه نور ژوبل شوي دي.
د خیبر ایجنسۍ یو انتظامي چارواکي د نوم د نه ښکاره کولو په شرط مشال راډیو ته وویل چې چاودنه د حکومت پلوه توحید الاسلام ډلې په کسانو باندې شوې ده.
د توحیدالاسلام ډلې کسان د لشکر اسلام ډلې پرضد وسله واله مبارزه کوي او یوې ودانۍ ته د ننوتلو پرمهال یې په لاره کې چاودنه شوې ده.
د بمي برید پړه لشکر اسلام وسله والې ډلې قبوله کړې ده. ددوی یو ویاند صلاح الدین مشال راډیو د ټیليفون دلارې وویل چې د توحید الاسلام ډلې په لاره کې بم دوی فرش کړی و.
توحید الاسلام وسله واله ډله چې د حکومت ملاتړ هم ورته حاصل دی، له تیرې څه مودې راهیسې د تیرا په بازار ذخه خېل د لشکر اسلام پرضد جنګیږي او ورته په سیمه کې د فعالیت اجازه نه ورکوي. پر توحید الاسلام ډلې د لشکر اسلام لخوا تر دې وړاندې هم مرګوني بریدونه ترسره شوي دي.