د لاسرسي ځای

تازه خبر

پاکستان ولې د افغان پوځيانو روزل غواړي؟


پاکستان ته د پوځي روزنې لپاره تللي افغان سرتيري اسلام اباد کې د افغان سفير او نورو سفارتکارانو سره
پاکستان ته د پوځي روزنې لپاره تللي افغان سرتيري اسلام اباد کې د افغان سفير او نورو سفارتکارانو سره

افغان چارواکي وايي پاکستان ته د د پوځي روزنې لپاره ځينې افغان پوځيان به د کابل او اسلام اباد تر منځ امنيتي همکارۍ ښې او ډېرې شي خو افغان څيړونکي دا کار د هيواد په زيان بولي. ياده دي وي چې افغانستان دا موقف لري چې پاکستان افغانستان کې بدامني جوړوونکو طالبانو ته ځای ورکوي او مرسته ورسره کوي.

په پاکستان کې د افغانستان سفارت وايي چې د ملي اکاډمۍ شپږ پوځيان د روزنې لپاره دغه هيواد ته رسېدلي دي او تر يونيم کاله به په پاکستان کې پوځي روزنه تر لاسه کوي. تر دې وړاندې د افغانستان ګڼ شمېر سرتيري او پوځي افسران نورو هيوادونو ته د روزنې لپاره تللي دي. دا لومړی ځل دی چې د افغانستان د ملي پوځي اکاډمۍ سرتېري د روزنې لپاره پاکستان ته ورغلي دي.

تر دې وړاندې د پاکستان ولسي او پوځي چارواکو افغان حکومت ته په وار وار د پوځيانو د روزنې خواهش کړی وو خو افغانستان مثبت ځواب نه و ورته ويلی. پاکستان ته په دا وروستيو کې د افغان ولسمشر اشرف غني د سفر پر مهال د پاکستان لخوا يو ځل بيا د پوځي همکاريووړانديز وشو.

که يو مُلک ته پوځ د تربيت لپاره ولاړ شي نو د هغه ډېر زيات خيال ساتل کيږي، ګرځوي راګرځوي يې او سېلونه پري کوې. په دې وجه د دغه پوځ د هغه ملک په اړه رايه مثبته شي او هغه ملک يې د خوښې په ملکونو کې راشي.

په اسلام اباد کې د افغان سفارت له خوا مشال راډیو ته په استول شوي بیان کې ویل شوي چې دغه شپږ افغان سرتېري به تر یوه نیم کاله د پاکستان د اېبټ اباد ښار په پوځي اکاډمۍ کې روزل کېږي.

دا چې پاکستان ولي د افغان پوځيانو په روزنه کې دلچسپي څرګندوي؟ د پاکستان د پوځ پخوانی چارواکی بريګيډيير ريټايرډ محمد سعد وايي چې د يو هيواد لخوا روزل شوي پوځيان د هغه هيواد په اړه مثبت نظر څرګندوي او د خپلو امنيتي تګلارو په جوړولو کې هغوی ته نرمه ګوشه لري.

نوموړی زياتوي: ((که يو مُلک ته پوځ د تربيت لپاره ولاړ شي نو د هغه ډېر زيات خيال ساتل کيږي، ګرځوي راګرځوي يې او سېلونه پري کوې. په دې وجه د دغه پوځ د هغه ملک په اړه رايه مثبته شي او هغه ملک يې د خوښې په ملکونو کې راشي. د دې مطلب دا دی چې کوم افسر بهر ته د تربيت لپاره ځي نو د هغه دا چانس هم شته چې لوړو عهدو ته ورسيږي. چې لوړو عهدو ته ورسي نو د هغه ملک په باره کې د هغه رايه مثبته وي. د هغه ملک تر اثر لاندې نه وي خو په اړه يې يو مثبت فکر لري.))

په اسلام اباد کې د افغان سفیر جانان موسی زی په بيان کې زياتوي چې په پاکستان کې د سرتېرو له روزنې سره به د دواړو هېوادونو تر منځ امنیتي او پوځي همکاري او اړیکي پیاوړي شي. خو د افغانستان د دفاعي چارو يو شمېر کارپوهان او پخواني چارواکي له دې ګام سره مخالفت ښئ.

د پاکستان روزنه، پوځونه او د هغوی رول ټول د آيي اېس آيي تر رهبرۍ لاندې دي. دا چې زموږ پوځيان هلته ورځي نو دا جاسوسي اداره به حتماً له دغه رول څخه ګټه اخلي چې پر دغو پوځيانو خپل تاثير واچوي.

د افغان پوځ پخوانی چارواکی نور زمان پياوړی وايي، د پاکستان استخباراتي اداره د افغانستان مخالفه ده او د سرتيرو روزنه هم د دوی تر څارنې لاندې کيږي.

((د پاکستان روزنه، پوځونه او د هغوی رول ټول د آيي اېس آيي تر رهبرۍ لاندې دي. دا چې زموږ پوځيان هلته ورځي نو دا جاسوسي اداره به حتماً له دغه رول څخه ګټه اخلي چې پر دغو پوځيانو خپل تاثير واچوي. داسې خبرې ما تر دې مخکې هم اورېدلي دي چې په پاکستان کې چې کوم افغان محصلين درس وايي چې افغانستان لېږلي وې نو هلته خپله زمينه ورته مساعده کړې وي، آيي اېس آيي دوی تنګوي، تماس ورسره نيسي او هڅوي يې چې د دوی په درسونو کې کار وکړي او له دوی سره ايتلاف ونيسي.))

پخواني افغان ولسمشر حامد کرزي په پاکستان کې د افغان ملي ځواکونو له روزنې ډډه کړې وه خو ولسمشر اشرف غني د پاکستان غوښتنه ومنله او سرتېري یې د اېبټ آباد ښار کاکول اکاډمۍ ته واستول. دا هغه ښار دی چيرې چې په ۲۰۱۱م کال کې د امريکا د ځانګړو ځواکونو په عملياتو کې د القاعده پخوانی مشر اسامه بن لادن وژل شوی و.

XS
SM
MD
LG