د لاسرسي ځای

تازه خبر

بلوچستان: د شادي کور بند شپږ کارکوونکي وتښتول شول


د پښین خوشال بند
د پښین خوشال بند

د بلوڅ مېشتې کېچ سیمې امنيتي چارواکي وايي، په دې سیمه کې د دوشنبې په ماښام وسله والو د شادي کور ډېم پروژې شپږ کارکوونکي چې يو انجينر هم په کې دی، تښتولي دي.

په بلوچستان کې د دوشنبې ماښام له کېچ سیمې د شادي کور بند پروژې شپږ کارکوونکي نامالومه وسله والو تښتولي دي. د سیمې امنيتي چارواکي وايي، تر پېښې وروسته يې په سیمه کې د پلټنې عملیات پېل کړي دي. بل خوا ته له کوټې شاوخوا دوې مياشتې وروسته تښتوول شوی هندو ډاکټر د پېسو د تاوان تر ورکړې وروسته خوشی شوی دی.

چارواکي زیاتوي، د شادي کور ډېم کارکوونکي تېره ماښام له کېچ سیمې څخه پسنۍ ته پر لاره وو، چې شاوخوا يوه درځن وسله والو يې مخه نیولې او تښتوولي يې دي. د کېچ سیمې د ليويزو لوړپوړي چارواکي زیاتوي، وسله والو دا کارکوونکي نيژدې غرونو ته وړي، چې هم هلته ددوي د سرتېرو له خوا د پلټنې عمليات روان دي.ددې کارکوونکو د تښتوولو مسوولیت تر اوسه کومې وسله والې ډلې قبول کړی نه دی، خو په تېر وخت کې د ورته ډېری پېښتو مسوولیت بلوڅو بېلتون غوښتونکو وسله والو ډلو قبول کړی.

بل خوا د کوټې له ښاره شاوخوا دوې مياشتې وړاندې تښتوول هندو ډاکټر منوج کومار د تاوان تر ورکولو وروسته خوشی شوی دی. ډاکټر منوج کومار تر خوشي کېدو وروسته له رسنيو سره په خبرو کې وویل، چې کورنۍ يې تښتوونکو ته پېسې ورکړې، چې تر هغه وروسته يې راخوشی کړ.

؛ زه د کوټې په سریاب سیمه کې پرېښوول شوم او د پېسو تر ورکولو وروسته يې راخوشی کړم. ما او زما کورنۍ ځکه دا تاوان ورکړ، چې هغه متل دی، چې وايي، که ځان وي، نو جهان وي؛. خو دا ماته لا هم مالوم نه دي، چې زما کورنۍ دې تښتوونکو ته څومره تاوان ورکړی دی؛.

که څه هم ډاکټر منوج کومار دا ونه ویل، چې څومره پېسې يې تښتوونکو ته ورکړې، خو ځينو سرچينو بیا مشال راډيو ته وویل، د ډاکټر منوج کومار کورنۍ دې تښتوونکو ته يو نیم کروړ کلدارې تاوان وکړی، چې تر هغه وروسته يې ډاکټر منوج کومار راخوشی کړ.

ډاکټر منوج کومار لومړنی هندو نه دی، چې د پېسو د تاوان لپاره تښتوول کېږي، بلکې تردې وړاندې هم له کوټې او د بلوچستان له بلوڅ مېشتو سیمو څخه هندو تجاران، ډاکټران او نور شتمن وګړي د پېسو د تاوان لپاره تښتوول شوي، چې د کروړونو روپیو تر ورکولو وروسته بیا د تښتوونکو له خوا راخوشي شوي دي.

XS
SM
MD
LG