د لاسرسي ځای

تازه خبر

د پېښور ناورین ځپلي ښوونځي زده کوونکي د چین په سفر


د پېښور ناورین ځپلي ښوونځي یو زده کوونکی په روغتون کې تر درملنې لاندې دی
د پېښور ناورین ځپلي ښوونځي یو زده کوونکی په روغتون کې تر درملنې لاندې دی

؛د دې سفر موخه د پېښور ناورین ځپلي ښوونځي زده کوونکو پام له هغې کرغېړنې او ویرلړلې پېښې اړول دي.؛

د پېښور په ارمي پبلک سکول په ۲۰۱۴م کال پر ۱۶م ډیسېمبر د وسله والو طالبانو په خونړي برید کې د ژوندي پاتې زده کوونکو یوه لس کسیزه ډله د پاکستان وفاقي حکومت په مالي لګښت نن د چین سرښار بیجینګ په سفر رووانه شوې ده.

؛د دې سفر موخه د پېښور ناورین ځپلي ښوونځي زده کوونکو پام له هغې کرغېړنې او ویرلړلې پېښې اړول دي.؛

له پېښوره د مشال راډیو خبریال د چارواکو له خولې وايي، چې د چین په سفر کې داتم او دولسم ټولګیو له دغه لس تنه زده کوونکو سره د هغوی د کورنیو غړي هم مله دي.

د پاکستان مرکزي حکومت تکل لري چې د پېښور ناورین وهلي ښوونځي د زده کوونکو یوه بله ډله به هانګ کانګ او ملایشیا ته په سېل لېږي.

چارواکي وايي، د نهم ټولګي په ۳۲ زده کوونکو کې یې یوازې دوه زده کوونکي ژوندي پاته شوي دي چې یو یې لا هو تر درملنې لاندې دی او بل د هغه لسو زده کوونکو په ډله کې شامل دی، چې دا مهال چین په سفر دي.

د ۲۰۱۴م کال د ډیسېمبر پر شپاړلسمه نېټه د پېښور په ارمي پبلک سکول په ترهه ګر برید کې ۱۵۰ کسان ووژل شو چې ۱۴۰ یې زده کوونکي ول.

بلخوا وفاقي حکومت د وژل شوو او ژوبل شوو ماشومانو مور او پلارعمرې ته د لیږلو اعلان هم کړیدې او ورته یې هدایات جارې کړیدې چې پاسپورټونه دې جوړ کړې.

یاده دې دې د تیر کال د دسمبر په شپاړسمه نیټه د ارمي پبلک سکول په سانحه کې ۱۵۰ کسان وژل شوې وو چې پکې زیاتره شمیر د ماشومانو وو.

د ماشومانو بهرنیو هېوادونو ته د سفر په اړه د شهیدانو دریځ «پلېټفارم» مشر عبدالواحد قادري، چې خپله یې هم دوه لمسيان د ارمي پبلک سکول په پېښه کې وژل شوي ول، وایي، باوري نه دی چې د ماشومانو سفر به څه ګټه ولري.

د ده په وینا، تر اوسه له حکومتي پلټنو خبر نشول چې ایا څوک یې ونیول هم او که نه.

«که یو ماشوم تر لسو ورځو بهر ته ولاړ شي، هلته حالات وګوري او بیا خپل هېواد ته ځیر شي نو زما پخیال هغه به نور هم خيه شي. د دې ماشومانو لپاره داسې هلې ځلې پکار دی چې د هغوی ذهنونه واړول شي، هغه خندا او خوشالي وکړي»

ښاغلی قادري زیاتوي د ماشومانو امتحانونه راراون دي باید دې لوري ته ډېره پاملرنه وشي ځکه چې له تعلیمي پلوه دوی وروسته پاته شوي دي.

له مشال راډيو سره په خبرو کې د ارمي پبلک ښوونځي د نهم ټولګي د یوه وژل شوي زده کوونکي سید ذوالقرنین، پلار سید شاه وايي، ده ته ویل شوي چې عمرې ته د تلو لپاره پاسپورټ جوړ کړي.

«عمره خو ښه خبره ده، چې ولاړ شو او عبادت وکړو، له دې سره به زموږ تکلیفونه یو څه کم شي، د الله په عبادت یو انسان ته تسلي ترلاسه کېږي»

د رواني یا نفسیاتي ناروغیو ماهر ډاکټر افتخار وایي، چې د پېښور ناورین ځپلي ښوونځي ماشومان بهر هېواد ته لېږل او د هغوی میندې پلرونه عمرې ته استول په لنډمهالې توګه یو ښه ګام دی چې ورسره به د ماشومانو فکر لږ بدل شي خو پکار ده چې حکومت د سکول امنیتي انتظاماتو سره سره د سکول ماحول داسې جوړ کړي چې ماشومان د پخوا غوندې احساس وکړي. دوی ته باید تفریحي هلې ځلې هم ډېرې کړل شي»

د ذکر ده د وژل شوو ماشومانو مور او پلار له حکومته غوښتنه کړې ده چې د هغوی د زامنو په نوم دې کتابتونه او یادګارونه جوړ کړل شي چې، تر تله یاد پاتې شي.

XS
SM
MD
LG