د لاسرسي ځای

تازه خبر

سیند: امام بارګاه کې د وژل شویو شمېر ۶۱ ته ورسید


د سیند صوبې په شکار پور کې په امام بارګاه کې د ځانمرګي برید له امله د وژل شوو شمېر ۶۱ ته رسيدلی او نور ګڼ ژوبل شوي دي.

د سیند صوبې په شکار پور کې په امام بارګاه کې د ځانمرګي برید له امله د وژل شوو شمېر ۶۱ ته رسيدلی او نور ګڼ ژوبل شوي دي.

د سیند صوبې د روغتیا وزیر جام مهتاب د جمعې پر شپه ناوخته له مشال راډیو سره په خبرو کې وویل په سکر،شکار پور او نورو شخصي روغتونونو کې د یادې پيښې ځینې نورو قربانیانو هم ساه ورکړې چې له امله یې د وژل شوو کسانو شمېر له ۵۶ څخه ۶۱ ته رسیدلی.

د نوموړي په خبره د اوو نورو زخمیانو حالت د اندېښنې وړ دی.

د شکار پور د پیښې پر ضد شیعه ګوندونو، مجلس وحدت المسلیمن او جعفریه الاینس د درې ورځني ویر او نن (شنبه) د سیند په ټوله صوبه کې هړتال کولو خبره کړي.

همداراز سیند حکومت هم نن (شنبه) په صوبه کې د ویر ورځ اعلان کړی دی.

پولیس چارواکو ويلي دي چې دا ځانمرګی برید د شکار پور په لکي در سيمه کې په امام بارګاه کې پرون د جمعې د خطبې پر مهال مخې ته راغلې وه.

یاده دې وي چې د سیند صوبې په شکار پور کې تر دې مخکې هم ورته بریدونه شوي دي.

XS
SM
MD
LG