د لاسرسي ځای

تازه خبر

"د پښتونخوا حکومت د مشال راډيو په خبر مرسته راسره وکړه''


د شوکدر بمي چاودنه کې ژوبل شوی ساجد خان
د شوکدر بمي چاودنه کې ژوبل شوی ساجد خان

شېر ضمیر ساپي د مشال ریډیو خبریال ته په ټیليفون وویل، چې د حکومتي غړي عارف احمدزي لخوا هغه ته دوه لاکه روپۍ چېک ورکړل شو چې بیا یې له بېنکه روپۍ واخیستلې.

له مومند ایجنسۍ د خرابو حالاتو او وروستو د پاکستان پوځي عملیاتو له وجې بې کوره شوی ۱۷ کلن ساجد خان د پروسږ کال «۲۰۱۴« نومبرمیاشتې پر ۱۵مه نېټه د شوکدر په یوه سي ډي مارکېټ کې د بمي چاودنېښکار شو چې په زخمي حالت کې د پېښور لوی روغتون ته یوړل شو، پلار شیر ضمیر ساپی یې وايي، چې د هغوی په مومندو ایجنسۍ کې دوه کورونه له پوځي عملیاتو دا مهال کنډکپر او کنډواله شوي دي.

کله چې ساجد خان زخمي شوی نوپلار یې وايي چې له هغه سره یې د علاج پیسې نه وې او له ملګریو یې قرضونه واخیستل چې په اولنیو لسو ورځو کې یې تر ۳۰ زره روپو زیات خرڅ راغلو. دی وايي چې هېچا یې پوښتنه ونه کړه او په روغتون کې ورته هېڅ قسمه وړیا علاج هم ورنه کړل شو.

د نومبر میاشتې پر ۲۵مه نېټه چې کله د مشال راډیو خبریال په اول وار دغه کورنۍ له ورغلي ول او د شیر ضمیر فریاد، مشکلات او غوښتنې یې ریکارډ کړې وې، چې وروستو یې هم دغه خبرې د یادې سیمې شوکدر له پي کې ۲۲ څخه ټاکل شوي د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي عارف احمدزي ته وړاندې کړې. نو نوموړي په هم هغه ورځ وویل چې له ساجد خان سره به ارومرو مرسته کوي او د هغه د علاج پیسې او د وړوکي روزګار لپاره به له حکومته معاوضه هم مقرروي.

شیر ضمیر ساپی وايي چې زوی ساجد خان یې د شوکدر د لوی باچا خان چوک سره نزدې د سړک پر غاړه د تیکو(د غوښی وړې بوټۍ) خرڅونکي یو ریړۍ والا سره مزدوري کوله، او دغه ماسختن ساجد خان د هوټل والا کرسۍ او د مېلمنو(ګاهګ) لپاره کټونه له سي ډي مارکېټه راوړل چې ورباندې بمي چاودنه وشوه. په هغه چاودنه کې د سي ډي درې دوکانونه هم زیانمن شوي ول، او ساجد خان هم پکې ډېر سخت ټپي شوی وو.

د نومبر میاشتې پر ۲۵مه نېټه چې کله د مشال راډیو خبریال په اول وار دغه کورنۍ له ورغلي ول او د شیر ضمیر فریاد، مشکلات او غوښتنې یې ریکارډ کړې وې، چې وروستو یې هم دغه خبرې د یادې سیمې شوکدر له پي کې ۲۲ څخه ټاکل شوي د خېبر پښتونخوا د اسمبلۍ غړي عارف احمدزي ته وړاندې کړې. نو نوموړي په هم هغه ورځ وویل چې له ساجد خان سره به ارومرو مرسته کوي او د هغه د علاج پیسې او د وړوکي روزګار لپاره به له حکومته معاوضه هم مقرروي.

پنځه ورځې وړاندې شېر ضمیر ساپي د مشال ریډیو خبریال ته په ټیليفون وویل، چې د حکومتي غړي عارف احمدزي لخوا هغه ته دوه لاکه روپۍ چېک ورکړل شو چې بیا یې له بېنکه روپۍ واخیستلې.

عارف احمدزي د مشال ریډیو مننه وکړه چې د غریب ولس د حقونو غږ اوچتوي او په سیمه ایزو ستونزو کار کوي او دا یې هم وویل چې هر کله ورته مشال ریډیو یو ولسي مسله وړاندې کړي نو ارومرو به پرې عمل کوي.

XS
SM
MD
LG