د لاسرسي ځای

تازه خبر

د افغانستان سراحداتو پوليس پلاوی پاکستان ته تللی


د دفاعي چارو کارپوه بريګېډيېر ريټایرډ محمد سعد د دواړو ملکونو پوځي چارواکو د دورو ګټه دا ده چې دواړه پر یو بل له تورونو لګولو ډډه کوي

د افغانستان سراحداتو پوليسو ١٠ کسیزه ډله چې مشرۍ يې ډګر جنرال شفيق فاضلي کوي د پاکستان په پنځه ورځني سفر ده.

د پاکستان پوځ مطبوعاتو څانګې ای اېس پي ار په خپله خبرپاڼه کې ويلې دي چې افغان پلاوی به د خپل پاکستان سفر پرمهال د ياد شوي ملک اعلې پوځي چارواکو سره ملاقاتونه کوي چې پکې به د دوانړه ملکونو د پولو د سيکيورټۍ په چارو به خبرې اترې کوي

خبرپاڼه زياتوي چې د افغانستان د ډلې دا دوره د پېښور کورکمانډر «کل اردو» او د جنوبي قوماندې قومندان د افغانستان د دورو تسلسل دی.

د پروسږ کال ډیسېمبر مياشتې پر ١٦ مه نېټه د پېښور پر ارمي پبلک سکول له حملې ورستو د دواړو هېوادونو لوړپوړي پوځي چارواکي پرله پسې د يو بل هېواد دورې کوي.د پېښور پېښې ورستو د پاکستان پوځ مشر جنرل راحیل شریف يو ځل او د پاکستان د استخباراتي ادارې ای اېس ای مشر ډګر جنرال »لیفټینینټ جنرل» رضوان اختر دوه ځله د کابل سفر کړی و. د دې ترڅنګ د افغاستان پوځ مشر جنرال شېر محمد کریمي او د ایساف کمانډر جنرل جان کیمپبل هم د پاکستان دوره کړې وه.

د دفاعي چارو کارپوه بريګېډيېر ريټایرډ محمد سعد د دواړو ملکونو پوځي چارواکو د دورو ګټه دا ده چې دواړه پر یو بل له تورونو لګولو ډډه کوي:

«يو خو د پاکستان په تګلارو کې لږ وډېر بدلون راغلی دی او بل د دواړو ملکونو ترمينځ چې تاوتريخوالی و او پر يو بل به يې تورونه لګول نو هغه هم د اشرف غني صيب په اقتدار کې له راتللو ورستو او پتېره له پېښور پيښې ورستو تر ډېره حده کم شوی دی او د دواړو ملکونو ترمينځ د ښې رشتې جوړيدو امکان پيدا شوی دی. ځکه چې دواړه ملکونه اوس پر يو بل د الزاماتو له لګولو ډډه کوي او د پوځي چارواکو په تګ راتګ کې هم اضافه شوې ده، نو زه دا سفرونه د دوی دواړو ترمنځ د ښه تعلقاتو لپاره مهم بولم»

په اسلام اباد کې خبريال طاهرخان وايي (پاکستان ته راغلي د افغانستان اوسني پلاوي مهمه موضوع دا ده چې په څه ډول د وسله والو د تګ راتګ مخه ونيسي او دا فيصله یې هم کړې ده که يوې غاړې ته د وسله والو پر ضد عمليات روان وي نوبله غاړه به داسې امنيتي ګامونه پورته کوي چې وسله وال ترې هېواد ته داخل نشي. دواړو ملکونو دا فيصله هم کړې ده چې پر تورخم اوسپين بولدک کې به د راشه درشه یا رابطې کرکزونه پرانيزي نو له دې ګامونو خو داسې ښکاري چې پر يو بل يې اعتماد بحاله شوی دی او په ظاهره دواړه غاړې غواړي چې له يو بل سره همکاري وکړي)

ياده دې وي چې د پاکستان جنوبي قوماندې قومندان ډګر جنرال «لیفټینېنټ جنرل» ناصر خان جنجوعه د روانې مياشتې پر ٢١ نېټه او د پېښور کور کمانډر « کل اردو» ډګر جنرال «لیفټنینټ جنرال» هدایت الرحمان پر ١٩ نېټه د افغانستان دورې کړې وې.

XS
SM
MD
LG