شاه عبدالله بن عبدالعزیر السعود له ۱۹۹۶ز کال راهیسې پر سعودي عرب واکمن وو خو په رسمي ډول په ۲۰۰۵ز کال کې د شاه فهد تر مړینې وروسته پاچا شو. د ده د مړینې خبر د سعودي عرب پر دولتي ټیلي وېژن خپور شو.
په خبر کې نور هېڅ مالومات نه دي ورکړل شوي خو شاه عبدالله د سږو ګزک له کبله له څو اوونیو راهیسې په روغتون کې وو.
د سعودي عرب دولتي خبري اژانس وايي، د ده ځای ناستی شاهزاده سلمان ۷۹ کلن دی او په دې وروستیو کې یې د عبدالله دندې پر مخ وړلې. شاه عبدالله په ۱۹۲۴ز کال کې په ریاض کې زېږېدلی وو.
ده لومړی مذهبي تعلیم تر لاسه کړ او بیا په ۱۹۶۲ز کال د سعودي عرب د ملي ساتونکو قومندان شو. ده له ۱۰ زیاتې ښځې او له ۳۰ زیات بچي لرل.